تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان ستونزه پوځي حللار نه لري.
شاه محمود قریشي پرون /شنبه/ په نیویارک کې د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل«زموږ هیوادونه (افغانستان او پاکستان) د سولې او امنیت لپاره پر یو لړ طرحو کار کوي.»
ده همداراز وویل چې پاکستان په نړۍ کې د ډېرو کډوالو کوربه دی او هیله لري چې افغان کډوال په عزت خپل هیواد ته ستانه شي.
قریشي همداراز وویل، د افغانستان ناامني سبب کېږي چې پاکستان ته نور کډوال ورشي او د کډوالو ورتګ د پاکستان پر امنیت منفي اغېز کوي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د قریشي تر څرګندونو څو ساعته مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج پاکستان د تروریستانو پالونکی هیواد وباله ویې ویل چې پاکستان بېلابېلو تروریستي ډلو ته پناه ورکړې ده.
مېرمن سوارج وویل، اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شول او د مومبی د تروریستي حملو اصلي طراح هم په پاکستان کې کې اوسي.
افغانستان له کلونو راهیسې پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي خو په وروستیو کې داسې ښکاري چې پاکستان له تروریزم سره د مبارزې یا لږترلږه د دې لپاره چې ترهګر د خپلو حملو شدت کم کړي پر هغوی د فشار راوړلو ژمنې کړي دي.