تاند، شنبه، د جدي ۲۸مه: د امریکا او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې د افغان سولې په تړاو سره لیدلي او قناعت یې ورکړی چې طالبان یې د هوکړې د لاسلیک په ورځو کې د تاوتریخوالي کمولو ته حاضر کړي دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویانده مورګن ټاګس په دې اړه وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان د جګړې د ختمولو او دایمي ثبات د راوستلو د لارو چارو تر څنګ له پاکستان سره د امریکا په دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې شاه محمود قریشي، مایک پومپیو ته ویلي طالبانو د څو ورځو لپاره د تاوتریخوالي په راکمولو هوکړه کړې ده تر څو د سولې مذاکرات ورسره بیرته د پرمختګ خواته ولاړ شي.

په همدې حال کې شاه محمود قریشي د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون له غړو جیمز رسچ، باب مینډیز، میټ رومي او کرس مرفي سره هم په یوه جلا کتنه کي ویلي پاکستان د افغانستان د سولې په تړاو همکارۍ کې رښتینې هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت لا هم د پاکستان په اراده د افغان سولې په رابطه شک لري.

د کابل غیر رسمي ټولې سرچینې داسې انګیري چې پاکستان له امریکا سره یو وار بیا د طالبانو پر سر پټه معامله روانه کړې ده او کوشش کوي د طالبانو په رهبرۍ داسې یو ضعیف حکومت جوړ کړي چې تر د پاکستان تر لاس او سیوري لاندې وي.

2 thoughts on “قریشي، پامپیو ته قناعت ورکړی چې طالبان یې د تاوتریخوالي راکمولو ته تیار کړي دي”
  1. طالیبان خدای شرمولی دی چه د دشمن به لارشوونه
    جنګ او سووله کوی
    اخترام

  2. کله چی کرزی ویل چی د سولی او د جنګ کیلی د امریکا او پاکستان په لاس کی مګر زیاتره سیاسیون او افغان ولس د کرزی خبره نه منله ویل چی کرزی مداری ده مګر پدی ۱۸ کلنه جنګ سره او اوسنی د سولی له پروژی داسی ښکاری چی کرزی رښتیا ویل ځکه اوس امریکا داسی سوله غواړی چی امریکا او پاکستان په کی ګټه وی که دلته هرڅومره افغانان وژل کیږی په امریکا او پاکستان یی څه ځکه دوی دلته خپل اقتصاد پیاوړی کوی ، دلته دوی هغه سوله نه غواړی چی دا ولس یی تږی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *