شاه محمود قریشي

تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ټینګار کړی چې د باور جوړولو لپاره دې افغان حکومت او طالبان دواړه، د بندیانو خوشې کول بې له ځنډه پیل کړي.

نوموړي نن یکشنبه په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل چې بین الافغاني خبرې دې هم ژر تر ژره پیل شي.

شاه محمود قریشي له دوحې څخه تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د تلپاتې سولې څرک لګیدلی خو اوس، د هغه په ټکو، غوراوی د افغانانو خپل دی چې دا فرصت څنګه کاروي.

ښاغلی قریشي یوازې یوه ورځ وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې افغان طالبانو او امریکا په دوحه کې د سولې په اړه پر خپلمنځي هوکړې پرون شنبه لاسلیکونه وکړل.

ښاغلي قریشي د یکشنبې خبري ناسته کې د دغې تړون د لاسلیک په اړه زیاته کړه، د اورکم په موده کې طالبانو دا وښوده چې دوی پر خپلو وسله والو کنترول لري او خپلو ژمنو باندې عمل کولی شي.

د هغه په وینا، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پوه او تجربه لرونکی کس دی او پوهېږي چې د باور فضا جوړولو لپاره باید څه وشي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، خپل امریکایي سیال مایک پومپیو ته یې ویلي چې په افغانستان کې روان سیاسي بحران باید د سولې پر بهیر ناوړه اغېز ونکړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغان ولسمشر راتلونکي لومړي مرستیال امرالله صالح پر کړنو او څرګندونو هم نیوکه وکړه او هغه یې د سولې بهیر پر ګډوډولو تورن کړ.

خو قریشي داسې مهال د طالبانو په استازیتوب څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې یې وویل، طالبان او امریکا یې سره جوړ کړل او نور په افغان سوله کې د پاکستان نقش ختم شوی دی.

6 thoughts on “قریشي: امرالله صالح سوله تخریبوي، د بندیانو تبادله باید ژر پیل شي”
  1. دا د ډمې بچی دومره په سپین سترګي سره د افغانستان مشرانو او رهبرانو ته توهین کوي ته به وایې چې افغانان د دوی مزدوران او یا زمونږ هېواد د دوی کومه مستعمره ده .
    میا جانه دلته ستاسو د مزدورانو او جاسوسانو ترڅنګ د افغان ملت واقعي مشران او سیاستمداران هم شته . مونږ خپل اساسي قانون او نور قوانین لرو . د بندیانو خوشې کول یو انساني کار دی ، اما په یو وخت کې د 5000 کسانو خوشې کول کېدای شي یو لوی سرخوږی جوړ کړي.
    د بندیانو خلاصول به په تدریج سره او مرحله په مرحله اجرا شي. افغانان به بیا سره یوځای او متحد شي خو ،
    دا ژمی به هم تېر شي او ستاسو په شان لجوجو ګاونډیانو توروالی به سکرو ته پاته شي.

  2. یو څه موده مخکی اشرف غنی د منظور پښتون په هکله یو ټویټ کړی وه همدی سپین سترګی ویلی وه چی دا د پاکستان داخلی مسله ده او افغان ولس مشر حق نه لری چی د پاکستان په داخلی مسایلو کی مداخله وکړی
    مګر همدا جاهل نن د افغانستان خپل جاګیر ګڼی او قومانده کوی چی بندیان دی خوشی شی ډیر سپین سترګی خلک دی

  3. درنو او قدرمنو وطنوالو سلامونه می قبول کړی۰
    په وطن کی سوله د خوشحالی زیری دی۰ مګر دا هر یو د پنچاب نمایندګی کوی
    ذمونږ به وطن کی۰
    که مونږ د خکمتیار څرګندونو او کړنو ته وګورو نو فکر به وکړی چه د پاکستان کوم
    چارواکی دی۰ طالیبان که په خکومت کی وی نو خاص د پنجاب په ګټو پسی په ګوری۰
    هو مونږ باید سیاسی پوهه ولرو او د وطن ګټی په پام کی ونیسو ۰
    مننه

  4. Releasing of 5000( thousand) Taliban will bring the worst serious situations for the people of Afghanistan and for the government of Afghanistan.

  5. خوب پاکستان میگوید حال کار افغانها است که از این فرصت چطور استفاده میکنند که متاسفانه ، بدبختانه این ظرفیت را افغانها ندارد !
    پیشنهاد به فاحشه های سیاسی مانند کرزی ، عبدالله، دوستم، عطا، و صد ها دیگر اگر بچه های انسان هستید و کمی غیرت و ننگ در وجود تان است پس از غنی نی از نظام حمایت کنید در غیر آن پیشنهاد به دولت از همه اولتر با تمام قوت در قدم نخست تمام خائنین داخلی را سرکوب نموده به آسانی منصرف نشوید بدون از او به سوی درست روان نیستیم حد اقل نگذارید با پول های دزدی شده زندگی آرام بکنند راحت را خو از مردم گرفتن

  6. په اصل کی همدا پاکستان اوس کوښښ کوی چی غنی ذهنیت د امرالله صالح په وړاندی توند کړی یعنی پدی معنا چی په رښتیا امر الله صالح نغواړی چی سوله وشی بلکی پاکستان تل کوښښ کړی چی دلته قومی او سمتی خبری وکړی ترڅو دلته بی اتفاقی پیدا شی

    پخوا لدی برتانیی ویلی وو چی عبدالله د ایران له استخباراتی کسانو او کړیو سره اړیکی لری ترڅو افغان ولس د عبدالله په وړاندی وپاروی او له هغه کرکه وکړی نو موږ افغانانو ته پکار ده چی روسیی ، امریکا او برتانیی او همدارنګه دواړه شیطان او قاتل او ظالم ګاونډیانو په خبرو ځان تیر نباسو

    http://www.taand.com/archives/144930
    قریشي: سوله مو دې ځای ته راورسوله، نور د افغان مشرانو کار دی

    کله چی په پورتنی خبری کی ویلی چی سوله مو دی ځای ته را ورسوله او نور د افغان مشرانو کار دی نو بیا ولی وایی چی
    امرالله صالح سوله تخریبوي، د بندیانو تبادله باید ژر پیل شي

    آیا سوله تخریب افغانان کوی که پاکستان ولی نواز شریف ورور وویل چی له افغان سولی مخکی باید د کشمیر مسله باندی کار وشی او داسی نشی کیدلی چی افغانستان کی سوله او کشمیر کی اور بل وی

    همدی پاکستان ولی همدا ملابرادر ۹ یا ۱۰ کاله په زندان کی ساتلی چی لا تر اوسه یی جرم رسانیو ته ندی ویلی او لا تر اوسه هیڅ رسانی د ملابرادر د زندانی کیدو او بیرته خوشی کیدو او ملابرارد جرم په اړه پوښتنه نده کړی

    همدارنګه برهان الدین ربانی چی سولی د شورا ریس وو د ملابرادر سره د لیدلو لپاره څو ځلی پاکستان ته سفر وکړ مګر پاکستان همدا ملابرادر ورته ښکاره نکړ چی خبری ورسره وکړی
    همدارنګه برهان الدین ربانی او کرزی څو ځلی سولی په اړه او ملاعمر او ملابرادر سره د لیدنی لپاره پاکستان پدی ۱۸ کلنی جګړیز دوران کی پاکستان ته لاړل مګر دوی د هغوی له شتون څخه انکار وکړ مګر بیا ټولو افغانانو ته ظاهر شو چی ملاعمر چیرته مړ شو چی تر دوه کالو د دوی جنګیالی د خپل مشر له مرګه خبر نه وو یعنی دوی ټوله جګړه پاکستان د استخباراتو او پوځ په امر کوله چی همدی جګړی د شدت ورکولو لپاره امریکا پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالر همدی جګړی د شدت لپاره ورکول مګر خبری رسانیو د ترهګرو ضد خبره کوله چی پاکستان بیا همدی ډالرو مننی لپاره زیاتره وزیرستانی پښتانه له تیغه تیرول چی منظور پښتون وایی چی ۳۲ زره پښتانه بی جرم او قضا څیړنی او پریکړی پرته ترور او وژل شوی چی بیا تر ننه پوری نړیواله ټولنه او د جنګی جرمنو نړیواله محکمه هم تر ننه پوری ګونګه خوله نیولی

    کچیری د امریکا په وړاندی ګام نشی پورته کولی نو لږ تر لږ خو پښتنو د وژلو قضیه خو د پاکستان پوځ او استخباراتو کولی شی
    که پدی اړه هم امریکا درته اجازه نه درکوی ځکه چی دوی اصلی هدف نړی ته رسوا کیږی تاسی او امریکا پوځ او برتانیی ولس او پوځ دواړه او ورسره ورسره دوی نوکر هیواد پنجابی پوځ او استخبارات او ټول کفری هیوادونه په همدی کرونا ویروس یا بل تباه کوونکی اویا داسی بلا او مرض اخته شی چی بی له مرګه بل علاج ونلری او هیڅ هیواد ته ګوتڅنډنه هم ونشی کړای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *