د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي چې امریکا مجبوره شوه چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره د پاکستان حللار ومني.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، شاه محمود قریشي وویل«بالاخره امریکا مجبوره شوه چې د افغانستان د شخړې په اړه زموږ حللار ومني او زموږ څخه د مرستې غوښتنه وکړي.»

پرون هم پاکستاني رسنیو د ښاغلي قریشي له قوله ویلي و چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د وروستي سفر په لړ کې ورڅخه وغوښتل چې کابل ته لاړ شي او له افغان مشرانو سره د سولې پر پروسې خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې شاه محمود قریشي د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ کابل ته راشي.

پاکستان، چې طالبان په خپل کنترول کې لري، د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره له امریکا د پوځي او مالي مرستو ترڅنګ غواړي چې په افغانستان کې د هند د مرستو او نفوذ مخه ونیسي.

که څه هم شاه محمود قریشي په زغرده ونه ویل چې امریکا د افغانستان د مسلې په حل کې د پاکستان کومه حللار ومنله خو غالباً د ده اشاره هغو امتیازونو ته ده چې دا هیواد یې په افغانستان کې غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، موږ باوري یوو چې د افغانستان مسله پوځي حللار نه لري او دواړه خواوې باید د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

ده دا هم وویل«کله چې تحریک انصاف (د افغانستان په اړه) د خبرواترو یادونه کوله، نورو به موږ طالبان بللو خو اوس دا دی ټول زموږ سره موافق دي.»

قریشي دا هم وویل، ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته غوښتل چې د افغانستان مسله له پوځي لارې حل کړي خو وروسته پوی شو چې په پوځي قوې له جبۍ (باتلاق) څخه وتلی نه شي او باید پر خبرواترو فکر وشي.

تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ ویندوی وویل، امریکا ته ښه دا ده چې د سیمې د یوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي نه د یوه ماتې خوړلي هیواد په توګه.

4 thoughts on “قریشي: امریکا مجبوره شوه چې د افغانستان په اړه زموږ حللار ومني”
  1. شاه محمود قریشي د پاکستان د اسلامي جمهوریت د باندینیو چارو وزیر

    ښاغلي مخدوم شاه محمود حسین قریشي چې د2018 کال د آګست له 20 نېټې را پدې خوا د پاکستان د باندینیو چارو وزیر په توګه ټاکل شویدی چې دلته د هغه ژوند ، تحصیل په باره کې لنډ مالومات وړاندې کیږي.
    شاه محمود قریشی د 1956 زېږدیز کال د جون په 22 د پنجاب په موررې کې په یوه بډایه صوفي کورنۍ کې زېږېدلی دی.
    نوموړي د لاهور په آیتچیسون کالج کې
    Aitchison College
    زده کړې کړي دی لیسانس یې د فورمن کریستین کالیج
    Forman Christian College
    او ماستري یې له
    Corpus Christi College, Cambridge
    ترلاسه کړېده . ښاغلي قریشي له 1985 – 1993 کلونو ترمنځ نهه کاله د پنجاب ایالت د اسامبلي غړي پاته شوی دی . هغه د لومړي ځل لپاره په 1985 کال کې له ملتان نه د جنرال ضیاالحق په وخت کې د یو مستقل کاندید په توګه د پنجاب ایالتي اسامبلي ته بریالی شو . په 1986 کې د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ له ګوند سره یوځای شو . په 1988 کې یو ځل بیا د پنجاب ایالت اسامبلې ته بریالی او داځل د پنجاب په کابینه کې د پلان او انکشاف وزیر په توګه مقرر شو چې تر 1990 کال پورې پدې دنده پاته شو.
    قریشي په 1990 کې د دریم ځل لپاره د ملتان له حوزې د پنجاب اسامبلي ته بریالی شو او د دغه ایالت د مالې وزیر په توګه تعیین شو.
    قریشي په 1993 کال کې د پیپلز ګوند غړیتوب ترلاسه کړ او بل ځل د ملتان له حوزې نه د پاکستان مرکزي پارلمان ته بریالی شو.
    شاه محمود قریشي له 1993- 1996 پورې د بېنظیر بهوټو په کابینه کې د پاکستان په فدرالي کابینه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په حیث دنده سرته رسولې ده . په 1996 کې قریشي د پاکستان د پارلمان د ویاند په توګه وګمارل شو.
    ښاغلي قریشي له 2000 تر 2002 پورې د ملتان ښار ښاروال په توګه دنده ترسره کړېده .
    په 2006 او 2008 کلونو کې د ملتان د وکیل په حیث د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي ټاکل شویدی.
    شاه محمود قریشي د یوسف رضاګیلاني په کابینه کې له 2008 – 2011 پورې د پاکستان د خارجه چارو وزیر وو. د بینظیر بوټو له مرګ وروسته قریشي د پاکستان له پیپلز ګوند نه استعفی ورکړه او له آصف زرداري سره له همکاري نه یې ډډه وکړه.
    همدا راز ښاغلي قریشي له 2011 زېږدیز کال کې د تحریک انصاف ګوندغړیتوب تر لاسه کړ او له همدې نېټې راپدې خوا د پاکستان په ملي اسامبله کې د تحریک انصاف استازی او د ګوند مرستیال دی.
    پاته د نه وي چې ښاغلي قریشي له 2002 کال را پدېخوا تر 2018 کال پورې د پاکستان په پارلمان یا ملي اسامبله کې د ملتان استازی دی .
    قریشي په اردو ، انګلیسي ، پنجابي او سرایکي ژبو تسلط لري.
    د هغه پلار سجاد حسین قریشي د پاکستان د پخواني دیکتاتور جنرال ضیاالحق ملګری وو چې د هغه له خوا د پنجاب 15 ګورنر په حیث په 1985 کې مقرر او تر 1988 کال پورې د پنجاب والی وو.
    قریشي واده کړی دوه لورانې او یو زوي د زین حسین قریشي په نوم لري.

    عثماني

  2. ” که څه هم شاه محمود قریشي په زغرده ونه ویل چې امریکا د افغانستان د مسلې په حل کې د پاکستان کومه حللار ومنله خو غالباً د ده اشاره هغو امتیازونو ته ده چې دا هیواد یې په افغانستان کې غواړي.”

    (IF) the Unites States agrees to follow Pakistan political policy solution for Afghanistan, the highlight of the result will be:

    1. The main commerce and economical natural hot spot between Central Asia and South Asia will be transferred from Kabul to Islam-Abad.
    2. Historical Identity of Afghanistan will be diminished in order to accommodate fundamintalist based weak government there to facilitate strategic dept for Pakistan, mainly to ballance India.
    3. Afghanistan resourcess will be at the mercy of Pakistan to be marketed as service-economy by Paki’s, while the people of Afghanistan will become the source of cheap labor.
    4. Afghans blood will be shed to score and expend Pakistan’s state ideoligical foundation and can only be achieved keeping Afghanistan backward.

  3. did not understand what to say about afghan taliban and about pakistan government no idea about all but i think this is not all good they have to readily take steps for conversation with each others

  4. خورا ګټوره تبصره د قریشي د ژوند او بیوګرافي په باره کې لیکل شویده.
    مونږ خو دا دوه کاله خارجه چارو وزیر نه لرو . د افغانستان دا تر ټولو مهم وزارت د یو بې کفایته جنګسالار له خوا ګروګان نېول شویدی. کله غرو ته خېژي او کله هم خپل هېواد ا و ملي منافعو پرضد په پردي پالو اییتلافونو کې شامل وي.
    همداسې ده چې زمونږ وطن نه جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *