تاند، جمعه، د جدي ۲۷مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي چې که له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي، ودې یې باسي، خو په افغانستان کې دې په یو نه یو ډول ښکیل هم پاتې شي.
نوموړي دا خبرې د واشنګټن د نړیوالو ستراتیژیکو مالعاتو مرکز په یوه غونډه کې کړې دي.
ښاغلي قریشي ویلي، امریکا دې د ۱۹۸۰ کال په څېر افغانستان بیا له پامه نه غورځوي.
شاه محمود قریشي چې نن یې د امریکا د باندنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره لیدنه هم پلان شوې ده ویلي: (( امریکا باید په افغانستان کې د ۸۰ مې لسیزې تېروتنه تکرار نه کړي چې دا هېواد له پامه وغورځوي، امریکا که په افغانستان کې بریالۍ هم شي، هلته به چلنجونه پاتې وي، نو باید چې امریکا او ملګري یې له افغانستان څخه په احتیاط پښه وباسي.))
شاه محمود قریشي ویلي، امریکا باید په افغانستان کې د جګړې لپاره نه بلکې د بیا رغونې لپاره خپل حضور ته دوام ورکړي.
نوموړي همدا راز ویلي، پاکستان او افغانستان ثبات ته اړتیا لري او په دې اړه د پرمختګ نښې له دې هم معلومېږي چې طالبانو د تاوتریخوالي په راکمولو هوکړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي هم په یو خبري کنفرانس کې وویل، که پاکستان صادقانه همکاري وکړي د افغانستان د سولې پروسه بریالۍ کېدای شي.