تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا ویلي، امریکا دې په افغانستان کې زړې تېروتنې نه تکراروي او له افغانستانه له وتلو، سره سره باید په سیمه او افغانستان کې خپل رول ته ادامه ورکړي.
قریشي دا څرګندونې په اسلام اباد کې له افغان کډوالو د پاکستان د څلوېښت کلن کوربتوب په مناسبت نړیوال کنفرانس ته وکړې.
دې ناستې ته، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ګڼو نورو چارواکو هم پکې ګډون درلود، قریشي وویل، امریکا اوس د پخوا په څېر ګام نه اخلي او داسې نه کوي، چې له افغانستانه خپل بکسونه وتړي او ووځي: «دوی باید د وتلو لپاره داسې پلان ولري، چې د افغانستان له سولې او بیارغونې سره مرسته وکړي.»
نوموړي زیاته کړه: ((که امریکایان له افغانستان څخه وځي هم، باید په سیمه او افغانستان کې خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.))
د قریشي تر څنګ خلیلزاد هم د افغانستان سوله د پاکستان د اقتصادي ودې او د سیمې د ثبات لپاره اړینه بللې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان ثبات به د پاکستان اقتصادي سکتور پیاوړی کړي.
قریشي په داسې حال د امریکایانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د واشنګټن رغنیز رول ته په تمه دی، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات وروستي پړاو ته رسېدلې ښکاري او داسې هیلې شته، چې ښايي د روانې میاشتې تر پایه توافقنامه لاسلیک شي.
قریشی ټګمار باید په افغانستان کی د خپل دولت مداخله بنده کړی ، طالبان چا را منځ ته کړل ، څوک یی تجهیزوی او تمویلوی او څوک یی رهبری کوی ټوله دنیا په دی خبره ده چه دا کار پاکستان کوی ، خو دغه اور چه د پاکستان دولت د بل چا کورته یی اچولی آرام آرام به یی خپل کورته ورننوزی ، نوبی ځایه نصیحتونه دی نورو ملکونو ته نه کوی ، په افغانستان کی د جنګ عامل پاکستان دی په دی اوس د ټولی نړی سر خلاص دی