تاند نیوز ډیسک: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د پاکستان خارجه وزیر ته ټلیفون کړی او پاکستان باندې یو وار بیا ټینګار کړی دی چې افغان سولې پروسه کې خپله مرسته جاري وساتي.
مایک پومپیو، شاه محمود قریشي ته ویلي، د پاکستان لخوا د سولې پروسې کې د اسانتیاو د برابرولو هرکلی کوي، خو دا هلې ځلې باید ونه درول شي.
د پاکستان خارجه وزیر بیا مایک پومپیو ته ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستیو کې همغږي مخ په زیاتېدو ده.
نوموړي زیاته کړې سوله ییز او باثباته افغانستان نه یوازې د سیمې د ثبات، پرمختګ او ارامۍ لپاره مهم دی بلکې پاکستان هم اړتیا ورته لري.
شاه محمود قریشي، مایک پومپیو ته ویلي، د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره پاکستاني حکومت په ټولو بانکونو، مالیاتي ادارو او صرافيو خپل نظارت زیات کړی دی.
قریشي پومپیو ته ویلي، د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه کې د ولسمشر غني او عمران خان تر لیدنې وروسته به ولسمشر غني ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي او اسلام اباد کې به د دواړو هیوادونو د ګډ اکشن پلان برخه کې هم کار وشي.
خبرو کې مایک پومپیو د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د اقداماتو هرکلی کړی دی