تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، له کله چې پاکستان د تروریستانو د مالي ملاتړ کوونکو په خړ لیست کې شامل شوی، هر کال یې ۱۰ ملیارد ډالره تاوان کړی دی.
شاه محمود قریشي پرون /دوشنبه/ په لاهور کې خبریالانو ته وویل، د ترهګرو د تمویلوونکو په خړ فهرست کې د پاکستان د نوم ثبتېدو د دې هیواد پر اقتصاد بد اغېز کړی دی.
قریشي وايي چې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې له دې لیست څخه خپل هیواد وباسي.
له پاکستان څخه د (FATF) لومړۍ غوښتنه دا ده چې په هر ډول چې کېږي د تروریستي ډلو ملاتړ بس کړي.
پر دې سربېره پاکستاني چارواکي باید د اقتصادي فساد او پیسو سپینولو د مخنیوي لپاره کلک ګامونه واخلي.
له پاکستان څخه بهر هیوادونو ته د پیسو غیرقانوني انتقال بله مسله ده چې FATF یې په وړاندې جدي اندېښنه ښکاره کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې مخه یې ونیسي.
د تروریستي ډلو او د هغو د مالي ملاتړکوونکو پر ضد اقدام او یا تعقیب بله غوښتنه ده چې FATF له پاکستانه کړې او ورته ویلي یې دي چې د خپلو اقداماتو راپور ورته وړاندې کړي.
پر دې سربېره د پاکستان حکومت باید د هغو ټولو ډلو پرضد اقدام وکړي او بایکاټ یې کړي چې ملګروملتو تروریستي ډلې نومولي دي.
دې ادارې، چې مرکز یې په پاریس کې دی، پاکستان په دې خاطر په دې لیست کې شامل کړی چې د دوی په وینا پاکستان په خپله خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د مالي تمویل سرچیني نه دي وچې کړي.
د FATE په نوم بین الحکومتي اداره، چې ۳۷ هیوادونه یې غړیتوب لري، په ۱۹۸۹ م کال د پیسو سپینولو او د تروریزم د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.
دا اداره د غیرقانوني تمویل پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال معیارونه په ګوته کوي.
پاکستان حاضردمه د FATF په خړ لیست کې دی خو که دا هیواد ونه توانېږي چې د دې څارونکې ادارې د استازو اعتماد ترلاسه کړي، په بل پړاو کې په تور لیست کې شاملېږي.
که پاکستان په تور لیست کې شامل شو، په دغه هیواد کې به د بهرنۍ پانګونې مخه ونیول شي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په وروستیو ورځو کې ویلي و چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو خلاف کلک ګامونه واخلي او که دا کار ونه کړي پاکستان به له خړ لیسته تور ته واوړي چې تاوانونه به یې نه جبرانېدونکي وي.