تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، امریکا ته د پاکستان د صدراعظم په سفر کې به د افغانستان په سوله کې مهم پرمختګ وشي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، قریشي وویل چې امریکا ته د صدراعظم عمران خان سفر او له ولسمشر ټرمپ سره د ده لیدنه د افغانستان په سوله کې مهم رول لري.
له ډېرو کلونو راهیسې پاکستاني مشران هڅه کوي چې د امریکا له ولسمشرانو سره وویني خو په وروستیو کلونو کې امریکايي مشران په دې خاطر چې باور لري پاکستان په افغانستان کې د جګړې د دوام ملاتړ کوي نه غواړي چې پاکستاني مشران په سپینه ماڼۍ کې حضور ته ومني.
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وویل«اوس د سیمې شرایط داسې دي چې ټولې ډلې او هیوادونه په افغانستان کې سوله غواړي.»
قریشي هیله څرګنده کړه چې امریکا ته د عمران خان سفر به د دوو هیوادونو سړې اړیکې یو وار بیا تودې کړي او د دوو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا به پای ته ورسوي.
شاه محمود قریشي ادعا کوي چې هیواد یې د افغانستان په سوله کې رغنده رول لرلی او د امریکا، روسیې، چین او افغانستان چارواکو د پاکستان په دې ادعا د تایید مُهر لګولی دی.
امریکا له تېرو څه باندې ۷ میاشتو راهیسې په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې کوي او وايي چې د دې پروسې په تنظیمولو او پرمختګ کې پاکستان رول لوبولی دی.