د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر د لانجې په اوج کې ویلي، هیڅکله یې هند ته د افغاني لاریو د تګ راتګ مخه نه ده نیولې.

 قریشي د پاکستان- افغانستان د لارې له سوداګرو سره لیدنه کې ویلي، افغاني لارۍ اجازه لری چې د پاکستان له پولو تېرې شي او هند ته د توکو لېږد رالېږد وکړي.

افغان حکومت له پاکستان څخه تل شکایت کړی چې له ټولو سوداګریزو قوانینو او ټرانزیټي تړونونو پر خلاف له هند سره د خپلو اړیکو د ترینګلتیاو له کبله ان په افغاني سوداګریزو مالونو او موټرو فشار واردوي او د هند خاورې ته یې له زمیني لارې نه پرېږدي.

خو په دې وروستیو کې چې ولسمشر غني پاکستان ته سفر درلود نو له عمران خان سره یې همدا مسئله راپورته کړه چې له کبله یې پاکستان د واهګه او اټاري بندرونو له لارې هند ته په تېرېدونکو افغاني لاریو بندیز پورته کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *