تاند- امریکا ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په درشل کې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون /سې شنبه/ هیله څرګنده کړه چې واشنګټن ته د عمران خان سفر به د پاکستان او امریکا اړیکې ترمیم کړي.

کتونکي وايي چې د روانې میاشتې په ۲۲ نېټه په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر دانلد ترمپ سره د پاکستان د صدراعظم عمران خان په کتنه کې د دواړو خواوو د خبرو تمرکز د افغانستان پر اتلس کلنې جګړې وي خو پاکستاني چارواکي غواړي چې امریکا ورسره په اقتصادي او تجارتي همکاریو هم خبرې وکړي.

امریکا پر پاکستان فشار راوړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې یوه سیمینار ته وویل«پاکستان په په ښه نیت د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اسانتیا رامنځته کړې ده او دا ښيي چې پاکستان په دې ګډ مسوولیت کې ځان شریک بولي.»

ده همداراز وویل«له همدې کبله دا به مناسبه وي چې له افغانستانه رانیولې تر دوه اړخیزو مسلو، اقتصادي او تجارتي همکاریو او په جنوبي اسیا کې تر سولې او ثبات پورې په پراخو ساحو کار وشي.»

ټرمپ او عمران خان پخوا پر یو بل انتقادونه کړي او د پاکستان صدراعظم ویلي و چې د امریکا له ولسمشر سره کتنه به ورته د یوه ترخه درمل د تېرولو په شان وي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي نن وویل چې عمران خان ته د ولسمشر ټرمپ بلنه د دواړو خواوو د اړیکو اهمیت ښيي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۷ م کال د ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ له پیلېدو سره خرابې شوي. ټرمپ په ځلونو ویلي چې پاکستان د سختدریځو په مخنیوي کې پاتې راغلی او د سختدریځو پر ضد په جګړه کې صداقت نه لري.

سپینې ماڼۍ په تکرارد پاکستان پوځ تورن کړی چې په عقیدوي دلایلو او په افغانستان کې د هند له نفوذ سره د مقابلې په خاطر له طالبانو سره مالي او تسلیحاتي مرسته کوي.

پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې د ترور پر ضد په جګړه کې یې له امریکا سره د ايتلاف تاوان ورکړی دی.

تېر کال ولسمشر ټرمپ اسلام اباد ته د ۳ سوه ملیون ډالرو پوځي مرسته وځنډوله، ویې ویل چې پاکستان د مرستو په بدل کې امریکا ته له دروغو او چل پرته هیڅ نه دي ورکړي او فکر کوي د امریکا مشران احمقان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *