د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن /شنبه/ په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ د بندېدو علت امنیتي ستونزې وبللې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، قریشي وویل«موږ خپله اندېښنه د افغانستان له چارواکو سره شریکه کړې او تر څو چې افغان چارواکي زموږ د کونسلګرۍ بشپړ امنیت خوندي نه کړي، هغه به بنده وي.»

قریشي همداراز ویلي«په جلال اباد کې زموږ د دیپلوماتانو امنیت خوندي نه دی او همدا علت دی چې په دې ښار کې مو د خپلې کونسلګرۍ د بندېدو امر وکړ.»

تر دې وړاندې پرون په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې د کونسلګرۍ په چارو کې د ننګرهار د والي مداخله سبب شوې چې دوی دا دیپلوماتیک مرکز وتړي.

د پاکستان د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي«په کابل کې د پاکستان سفارت په جلال اباد کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د کونسلګرۍ په کارونو کې د والي حیات الله حیات پر مداخلې ژوره خواشیني ښيي او هغه د ویانا د ۱۹۶۳ د کونسلي اړیکو بشپړه سرغړونه ګڼي.»

خو نن د ننګرهار والي حیات الله حیات په یوه خبري غونډه کې د پاکستان د سفارت دا ادعا رد کړه چې ګنې په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي. ړالي وویل چې د هغه پراخ فساد د مخنیوي لپاره اقدامات کوي چې د پاکستان د ویزو په تر لاسه کولو د کونسلګرۍ څخه بهر موجود دی.

شاهدان وايي چې د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ په اسانه خلکو ته وېزه نه ورکوي څو خلک مجبوره شي د کمېشنکارانو له لارې د پیسو په مقابل کې وېزه واخلي.

د هرې وېزې په وړاندې د اضافي پیسو یوه وړه برخه د کمېشنکار او لویه برخه د سفارت یا کونسلګرۍ د کارکوونکو جېب ته لوېږي.

په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ بندېدا د پاکستان د نوي حکومت، چې د پوځ په خوښه واک ته رسول شوی، او د افغانستان ترمنځ لومړنی ټکر ګڼل کېدای شي.

2 thoughts on “قریشي وايي، د جلال اباد کونسلګري یې د دیپلوماتانو د امنیت د نه خوندیتوب لپاره بنده کړې”
  1. واقعا سفارتو او کونسلګری کی زیات فساد روان ده او سبب یی فخفله سفارتونه او کونسلګری ده چی دمراجعینو لفار فکی اسانتیا وی نه جوړه وی او فراخ سفاد لاری فکی خلاصی وی قصدا داعملونه دیفلو ماتان کوی

  2. ای که زما مني ایسته دې یې بنده کړي او تورڅټي دې په تورخم ور واړوي. رنګونه دې یې ورک شي لا له دالو او ټیزونو سره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *