تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له نړیوالو ګیله وکړه چې د هند او پاکستان ترمنځ په شخړه کې یې منځګړتوب ونه کړ.

د ډان نیوز د راپور له مخې، قریشي وویل، احتمال شته چې هند د روان اپریل د ۱۶ او ۲۰ ترمنځ پر پاکستان حمله وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه«زموږ استخباراتي معلومات ښيي چې هند د پاکستان امنیت ته د ستونزو د پېښولو لپاره یوه خطرناکه نقشه جوړه کړې او غواړي چې هغه عملي کړي.»

شاه محمود قریشي همداراز وویل«دا یوه ډېره خطرناکه لوبه ده چې که پراخه شي هیڅوک به یې د منفي نتیجو مخه ونه نیولی شي.»

د قریشي په وینا پاکستان د هند د احتمالي حملې په وړاندې د لازمو پرېکړو په اړه فوق العاده امنیتي غونډه جوړې کړې او په هغې کې یې پر تدابیرو غور کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې لازم اسناد یې د ملګروملتو امنیت شورا ته سپارلي او هغوی یې له خپلې اندېښنې خبر کړي دي.

قریشي انتقاد وکړ چې نړیوالې ټولنې باید د هند او پاکستان په لانجه کې فعال رول لوبولی وای او هند ته یې ویلي وای چې خطرناک اقدامات ونه کړي.

ده پر نړیوالو اورګانونو د انتقاد په ترڅ کې وویل«د پلواما له تروریستي پېښې وروسته هند په ښکاره د پاکستان د هوايي حریم سرغړونه وکړه خو د نړۍ هیوادونو پرې انتقاد ونه کړ او خوله یې پرې پټه کړه.»

قریشي وايي«د هغه څه په وړاندې چې هند یې له پاکستان سره کوي د نړیوالو چلند په ځیر څارو او موږ نه پوهېږو چې د دې کړکېچ په وړاندې د نړیوالو چوپتیا څه معنا لري.»

په فبرورۍ میاشت کې د هندي کشمیر په پلواما کې د یوې تروریستي حملې په نتیجه کې ۴۰ هندي ملېشه پولیس ووژل شول.

د دې برید مسوولیت جېش محمد ترهګرې ډلې په غاړه واخیست چې په پاکستان کې مېشته ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د پلواما له پېښې وروسته هندي ځواکونو له کشمیریانو سره زور زیاتی ډېر کړی خو نړیوال یې په وړاندې غبرګون نه ښيي.

One thought on “قریشي وايي، هند پر پاکستان د حملې پلان لري”
  1. THIS WILL BE GRET&GOOD NEWS IF INDIA ATTACK ON PAKISTAN.
    IN SAME TIME ALL PASHTOONS MUST BE READY FOR FREEDOM.
    WE WILL TO GETHER WITH BALOOCH&MQM GET FREEDOM.

    WE WILL ASK FOR NAJIBULLAH SHAHEED/GENRAL RAZIQ/GENRAL ZARAWER

    INDIA AFTER ELECTION SOON WILL ATTACK ON TERRORIST PAKISTAN.

    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *