تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، اسلام اباد له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو مسوولانه خروج غواړي.
شاه محمود قریشي نن په دوحه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، دوی نه غواړي چې امریکا په غیر مسوولانه ډول افغانستان پرېږدي.
نوموړي همدا راز وویل، هیله من دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې نننۍ هوکړه به په افغانستان کې سولې او ثبات ته لار هواره کړي.
ښاغلي شاه محمود قریشي تېره ورځ هم له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د سولې نننۍ هوکړه به د افغانانو لپاره لوی فرصت وي.
نوموړي ویلي وو د سولې د تخریب لپاره ډېرې هڅې وشوې، خو پاکستان چې پخوا پرې ټولو لوریو د ترهګرو د پالنې تورونه لګول، اوس له هر لوري ستایل کېږي.