هند ته تللې پاکستانۍ نجونې

تاند، جمعه، د حمل ۲۲مه: قزاقستان، له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې سره په ګډه افغان مېرمنو او نجونو ته د زده کړو په پروګرام کار پیل کړی دی.

د دغه پروګرام له مخې به یو شمېر غوره شوې نجونې او مېرمنې په قزاقستان او ازبکستان کې زده کړو ته وړل کېږي.

د قزاقستان حکومت به له ملګرو ملتونو سره د دغه پروګرام له نتیجې ارزولو وروسته یاد بهیر ته دوام ورکوي او د قزاقستان په شمول به د ازبکستان په لوړو پوهنتونونو کې افغان نجونو محصلینو ته د زده کړو اسانتیاوې ورکول کېږي.

تمه ده چې په دغه پروګرام سره به په افغانستان کې د حکومتولۍ په برخه کې د ښځو ونډه او ظرفیت لوړ شي.

One thought on “قزاقستان افغان نجونو او مېرمنو ته د زده کړو بورسونه ورکوي”
  1. هو!هم تعلیم او تر بیه
    تعلیم او تربيه د چر چیل په خبره دبد ن د شا هډوکو حیثیت لری انسان له مصنوعی القابو را با سی اوپه اصلی بڼه کې د شخصیت اوپوهې په هویت کې راپېژنی فهلذا تعلیم او تربیه یا ښوونه اوروزنه پر( نارینه او ښځینه ) باندی فرض دی ا دیروفضیلت لری وایې چې هارون الرشید۷۸۶ – ۸۰۸م په اس سپور کومې خوا ته روان وو چې په لاره کې دهغه وخت او دور یو ډیر اوچت عالم ابوالحسن بن حمزه کسایی چې به نحوه او لغتونو کې ځیرک عالم وه مخې ته ورغی . خلیفه له اس څخه راکوز او په ډیر احترام يي پوښتنه ور سره وکړه او بیا یې ورته وویل چې تاسې زما در بار ته ولې نه راخی ؟ ابو الحسن ور ورته وویل چې زه د تعلیم او مطالعې سره ډېر مصروف یم او فرصت نشته چې در بار ته درشم خلیفه وویل ددومره علم څه ګټه؟
    ابوالحسن ورته وویل ګټه خو یې داده چې خلیفه له اس څخه به کوزیدو او به ادب سره جوړ تازه کولو با ندې مجبور شو. دتعلیم او تر بیی ونډې اوظرفیتونه په مسلکی لحاظ ، واجدو شرایطو ، د زده کوونکو د تعلیمی وړتیاوو او مناسب مسلک ته شاملول یو اساسی بنسټ
    .را منځ ته کوی . کله چې زه المان کې د پوهنتون اکثریت پرسو نل ښځې وی زه فکر کوم چې په اوو څانګو کې یوازی یو نارینه وو ملګری ملتونه دافغانستان د ښخو حق تل په سیاست او سلیقوی انتخاب کې لټوي نو ځکه یې بیا ماشومه (عادله راز) د راوا له کوم کنج څخه را پیداکړې اوددایمی استازیتوب به مقام باندې یی لکه نانځکه سپره کړلې ده ، چیرې چې ظاهر طنین پرچمی په کلونو پروت وو. وایی چې مربی داری مربا بخور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *