تاند- قزاقستان، چې ژر به د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې مشري ترلاسه کړي، د حکمتیار پر اسلامي حزب د بایکاټونو په پای ته رسولو کې همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړ.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرلین ایدریسوف پرون /پنجشنبه/ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کابل کې وکتل.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د امنیت شورا دایمي غړي او دغه راز د دې شورا غیردایمي غړي لکه قراقستان به د حکمتیار پر اسلامي حزب د بندیزونو د پای ته رسېدو ملاتړ وکړي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ادریسوف وویل چې هیواد به یې په لنډ وخت کې د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې مشري په غاړه واخلي او د بندیزونو له لیسته به د حکمتیار د نوم د لېري کولو په برخه کې د افغانستان د غوښتنې ملاتړ وکړي.
نوموړي همدارنګه د ترهګرۍ ضد سیمه ییزې مبارزې په اړه د افغان دولت د دریځ ملاتړ وکړ او په سیمه کې یې له ګډو اقتصادي فرصتونو څخه پر اغېزناکې ګټه اخېستنې ټینګار وکړ.
د ملي امنیت سلاکار په سیمه کې مشترکو اقتصادي فرصتونو ته په اشارې و ویل، چې افغانستان حاضر دی، چې د سیمې په کچه د څو ملتیزو پروژو په طرحه او تطبیق کې، د قزاقستان په شمول د سیمې له ټولو هېوادونو سره نژدې کار وکړي.