کابل – مرمرينه ماڼۍ د زمری ۲۶مه
د قزاقستان سفير اومرتای بیتیموف وايي، که افغانستان وغواړي؛ قزاقستان چمتو دی چې د نظامي وسائلو په ترميم کې مرسته وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې نن د اجرائیه رياست د لومړي مرستيال انجینر محمد خان سره د کتنې پرمهال وکړې.
بیتيموف زياته کړه، هېواد يې تل له افغانستان سره دوستانه اړيکې ساتلې دي او په دې وروستيو کې يې د ښوونې او روزنې ترڅنګ، أمنيت او د سرحدي ځواکونو په روزنه کې مرستې کړي او د چمتو دی چې د افغان أمنيتي ځواکونو د نظامي وسائلو په ترميم کې مرسته وکړي.
او که چېرې افغان دولت وغواړي، هېواد یې دېته هم چمتو دی چې په سيمه کې د تروریزم د لمنځه وړلو په برخه کې له افغانانو سره ګډ نظامي عمليات وکړي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجینر محمد خان د ګاونډي هېواد قزاقستان له سفير څخه د مننې ترڅنګ وويل: تروریزم په ټولیزه توګه یوه نړیواله ستونزه ده، چې نړيوال يې باید په ګډه مخنیوی وکړي.
نوموړي وويل: مخالفين پرته له ځینې ځواکمنو او سیمه ایزو استخباراتي کړيو له ملاتړ څخه نه شي کولای چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مقابله وکړي، په دې اساس له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوم چې د تروریزم پر وړاندې په صادقانه ډول خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
خانمحمد خان او محقق او جنرال دوستم د بهرنيو سياسيونه سره بايد ناستى ونك ړى تراوسه دوى هغه لازمه پوهه د ملك د چارو د پر مخ بيولو له پاره نلرى