محمد نعمان دوست

وړې نجلۍ د سړک تر غاړې کثافاتو کې لاس واهه. پلاستیکونه او کاغذونه یې ټولول . شاید د دې کار عاید ته یې وږې ګیډې په تمه وې.

یو نا څاپه یې سپېرې شونډې موسکې شوې. لکه رژیدا ته جوړه غوټۍ چې ګل شي. داسې خوشاله شوه لکه څوک چې یې ځان سره د وریژو ډک غوري ته کښینوي. په کثافاتو ور ټیټه شوه، ما ویل که قیمتي غمی یې وموند. په خیرنو ګوتو یې قلم را پورته کړ، پر ورغوي یې داسې چټک چټک راښکه، لکه د خپل قسمت کرښې چې بدلوي.

ډسمبر،۳۱، ۲۰۱۷

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *