د ژوند له وچې صحرا ستړى ستومانه را ښکته شوم، لاندې په هواره هر څه بدل وو، سمسورو باغونه، تاندې ونې او روانې ويالې مې مخې ته ودرېدې، د رنګارنګ ګلونو فصلونه باد ته د رنګونو او موجونو په څېر اوښتل .

   لا دمه مې نه وه جوړه کړې چې يو د نوراني څېرې خاوند باغوان راته په موسکو شونډو هر کلى وويل، د رنګارنګ تازه ګلونو جوړه ګېډۍ يې را مخې ته کړه ، ګلونه يې يو تر بل ښکلي او رنګ په رنګ وو، غوښتل مې ټوله ګېدۍ اوچته کړم، خو هغه وخندل.

   نه، نه بچو! ټوله ستا نه ده، دا ګېډۍ له اسمانه راغلې، يوازې يو ګل په خپل زړه او خوښه ترېنه غوره کړه، دا هر يو ګل د يوه کس په نوم راغلى، هر څوک ترې خپله برخه وړي، خپل قسمت دې واخله او په خپله مخه دې ځه.!

   ما اسمان ته وکتل، سترګې مې پټې کړې، يو ګل مې ترې په پټو سترګو را واخيست، بوډا وخندل او زه روان شوم، وړاندې مې سترګې وغړولې، ګل ته مې وکتل، هسې رنګ مې هېڅکله نه و ليدلى، په يوه شېبه کې يې زما د نظر جامې واغوستې او ټوله نړۍ مې د رنګونو په ټال وزنګېده.

د دمې لپاره کېناستم، شېبه وروسته زما په څېر د کاروان نور لارويان هم را ورسېدل، ځيني موسکې او د ځينو څېرې بدلې او تندي يې تريو وو، د ځينو په لاسونو کې يو يو ښکلى و او د ځينو لاسونه په اغزيو زخمي او وينې ترې روانې وې، لکه له خپل قسمت سره يې چې جګړه کړې وي.

٢٠١٤ د اکتوبر ٢١مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *