له تېرې يوې اونۍ راهيسې مې په فېسبوک د يوې مسئلې په اړه پوسټونه کول، ځينې دوستانو به رانه پوښتنه کوله، چې څه پېښ شوي، مونږ ته يې په اړه معلومات راکړه. دلته د هغې مسئلې په اړه لږ وضاحت ورکوم.

   يو شخص چې (دلته يې د ښاغلي ليکوال په نوم يادوم) يو تاريخي کتاب يې ليکلی دی. دغه کتاب ۳۵۴ مخه دی. په کتاب کې يې نږدې ۹۴ مخه د نړۍ د يوې سترې پېښې (لومړۍ نړيوالې جګړې) په اړه دي. په دې څلور نوي مخونو کې يې د دوو کتابونو نه استفاده کړې ده او د بشريت دغه ستره پېښه يې يوازې د دوو کتابونو له مخې راټوله کړې ده. په دې ۹۴ مخونو کې، يوازې پينځه يې له بل کتابه راخيستي دي او پاتې ۸۹ يې زما د ژباړل شوي کتاب (لومړۍ نړيواله جګړه) نه راخيستي دي، دغه ټول ۸۹ مخه داسې دي، څنګه چې زما په ژباړل شوي کتاب کې چاپ شوي دي، هماغه متن او هماغه فهرست يې هو به هو کاپي او پېسټ کړی دی. دغه ښاغلي ليکوال د کتاب دننه په يوه فوټ نوټ (لمن ليک) کې هم د دې ذکر نه دی کړی، چې دغه مخونه له کوم کتابه او له کومې پاڼې تر کومې پاڼې راواخيستل شول. يوازې د کتاب په پای کې يې د مأخذونو فهرست جوړ کړی دی او هلته يې زما د کتاب نوم ليکلی دی. دلته يې هم د دې خبرې يادونه نه ده کړې، چې دغه مخونه د دې کتاب، له دې مخ نه تر دې مخه پورې راخيستل شوي دي دغه ځوان دغه کار د خپل کتاب په دويم ټوک، لومړي چاپ کې کړی دی..

     دغه ښاغلي ليکوال په کتاب باندې د ځان لپاره د (ليکوال) نوم ليکلی دی، دا نه چې يوازې د لومړۍ نړيوالې جګړې برخه يې له نورو کتابونو هو به هو ليکلې ده، بلکې ټول کتاب يې له نورو کتابونو راخيستی دی او د دې پر ځای، چې په کتاب د ترتيب کوونکي او يا هم د راټولوونکي نوم وليکي، د (ليکوال) نوم يې ليکلی دی.

   دغه ښاغلي ليکوال ته ما وويل، چې ګوره په خپل کتاب کې دې په دې ځايونو کې سهوه کړې او يا د ادب پوهانو د وضع شوې اصطلاح له مخې (ادبي غلا) دې کړې ده؛ خو دغه ښاغلي راسره نه منله. ما په دې اړه د هېواد د ډېرو تکړه ليکوالو او ادب پوهانو نه پوښتنه وکړه، هغوی خپل ځوابونه راکړل او دغه ځوابونه مې د دغه ښاغلي مخې ته کېښودل؛ خو دغه ښاغلی بيا هم نه قانع کېده او خپله غلطي يې نه منله. دا چې بيا څه وشول، هغه به د مسئلې د حل کېدو وروسته تاسو سره شريک کړم.

   د چهار شنبې په ورځ د اطلاعاتو فرهنګ په رياست کې (زه، ليکوال، د کتاب خپرندويه ټولنه او د هغه د کارځای نمائنده) سره راټول شو، له ډېر اوږد بحث وروسته پرېکړه داسې وشوه، چې ښاغلی استاد اصف صميم او ښاغلی زاهد مشواڼی صېب به زما او د ليکوال تر منځ پرېکړه کوي.

   دا چې دا پرېکړه به کله کيږي، لا څرګنده نه ده. زړه راښکوونکې خبره په کې داده، چې د کتاب د ليکوال پر ځای د کتاب خپرندويه ټولنه او دښاغلي ليکوال د کار ځای مسئول شخص راغلي او ما سره په زوره ځان په لانجه کې ښکېلوي. د دې پر ځای چې خپل ليکوال له ګرېوانه راونيسي، چې ولې يې داسې يو جنجالي کتاب په مونږ چاپ کړی، ما سره يې ځان اخته کړی دی. که د هغوی شخصيت او ټولنې ته زيان رسولی دی، همدغه ليکوال ور رسولی دی، زه په کې څه ګرم يم. ځکه، ولې دغه ښاغلي ليکوال داسې يو جنجالي کتاب در وړی او په تاسو يې چاپ کړی دی. ايا دوی له دې انکار کولای شي، چې دوی دغه کتاب نه دی چاپ کړی او يا هم د دوی سره په اداره کې کار نه کوي؟؟؟؟. ځواب دې ووايي.

     خو، تر ټولو لويه حيرانوونکې خبره په کې داده، چې څنګه د حقوقو د فاکولتې فارغ او بيا د يوه خصوصي پوهنتون استاد ته، د ده ضمير ولې د دې اجازه ورکوي، چې داسې يو کار وکړي او د نړۍ د تاريخ يوه ستره پېښه له دوو کتابونو هو به هو له هماغه متن او له هماغه فهرست سره يو ځای رانقل کړي او په کتاب وليکي، چې…..ليکوال…..

   هر کله، چې دغه مسئله حل شوه؛ نو د ليکوال نوم، د کتاب نوم او نورې اړينې خبرې به تاسو سره شريکې کړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *