د یوه ماشوم بوټان سیند یوړل، ماشوم د سیند په څنډه په ریګ کې ولیکل: سیند غل دی!
کب نیوکي په هغه ورځ ښه ډير کبان ونیول په څنډه یې ولیکل: سیند سخي دی….
د یوه ځوان مور د سیند اوبو یوړه هغه بیا په څنډه ولیکل: سیند وژونکی دی.
یوه بوډا په سیند کې ملغلره ومیندله په ریګ کې یې ولیکل: سیند بښوونکی دی!
یوه آرامه څپه راغله لیکنې یې ومینځلې
سیند له ځان سره په کراره وویل: که غواړې چې سیند واوسې د خلکو د قضاوت پروا مه کوه!!!