تاند- د قطر هوايي شرکت، چې اوس د نړۍ په لومړی درجه هوايي شرکتونو کې حساب دی، نن /یکشنبه/ د نړۍ تر ټولو اوږد مستقیم الوت پیل کړ.
قطري بوینګ ۷۷۷ الوتکه د دغه هیواد له پلازمېنې دوحې څخه د نیوزیلنډ پلازمېنې اکلنډ ته روانه شوه چې له قطره تر ټولو لېري هیواد دی.
دا الوتکه به ۱۴۵۳۲ کیلومتره لار په ۱۶ ساعته او ۲۰ دقیقې کې کچ کړي.
الوتکه به د دوحې او اکلنډ ترمنځ اکثره سفر پر اوبو دپاسه وکړي خو بیا به هم د ۵ هیوادونو له فضا تېره شي.
قطر اییروېز یا هوايي شرکت د الوتکې د سپرلیو شمېر نه دی اعلان کړی خو ویلي یې دي چې دا ۷۷۷ بوینګ الوتکه ۴ پېلوټان او ۱۵ عمله لري.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ م کال د امارت هوايي شرکت (امارت ایرلاین) د دوبۍ او اکلنډ ترمنځ په مستقیم پرواز د اوږده الوت ریکارډ جوړ کړی و خو د دوبۍ او اکلنډ ترمنځ واټن ۱۴۲۰۰ کیلومتره دی.