تاند- د قطر او متحده عربي اماراتو دفاع وزیرانو ویلي چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو سره همکارۍ ته تیار دي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې وویل، د قطر او متحده عربي اماراتو دفاع وزیرانو په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځینۍ غونډه (چهارشنبه او پنجشتبه) کې ګډون وکړ او له ناټو سره یې په افغانستان کې همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ.

متحده عربي اماراتو مخکې هم په افغانستان کې یو شمېر پوځیان لرل او له ناټو سره یې همکاري کوله خو سرمنشي ستولتنبرګ وايي چې د خلیج د سیمې د دغو دوو هیوادونو دفاع وزیرانو د لا زیاتو همکاریو ژمنه ورکړې ده.

سرمنشي په افغانستان کې له ناټو سره همکارۍ ته د قطر او متحده عربي اماراتو چمتووالی د افغانستان له دولت او ملت سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ښکارندوی وباله.

د ناټو سرمنشي وویل چې د دغه تړون له ۲۹ غړیو څخه ۲۷ هیوادونو اراده کړې چې په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي.

پولنډ د خپلو پوځیانو شمېر ۳۰۰ ته زیاتوي

له بلې خوا پولنډ ویلي چې افغانستان ته به ۱۰۰ سرتېري ولېږي.

د پولنډ دفاع وزیر انتوني ماسیرو ویچ

د پولنډ دفاع وزیر انتوني ماسیرو ویچ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته وویل، حاضردمه په افغانستان کې ۲۰۰ پولنډي پوځیان شته او ۱۰۰ نور به هم واستول شي چې ورسره به په افغانستان کې د پولنډي پوځیانو شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېږي.

د ناټو سرمنشي د بروکسل د غونډې په پای کې وویل چې لا هم په افغانستان کې یو شمېر پوځیانو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *