تاند- د ملګروملتو یوه چارواکي وویل، جرمني او قطر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو د پیلولو لپاره د بین الافغاني خبرو د تنظیمولو هڅه کوي.
د دیفنس پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو پرون /چهارشنبه/ د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل«د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د نړیوالو له پراخ ملاتړ سره دوام لري.»
ده زیاته کړه«له دې هڅې سره سره افغانستان او د دې هیواد ځینې نړیوال شریکان؛ په ځانګړي ډول جرمني او قطر د بین الافغاني خبرو په ترتیبولو کار کوي.»
یاماماتو د قطر او جرمني له لوري د بین الافغاني خبرو نور جزییات څرګند نه کړل.
خو ویې ویل«دا ټولې هلې ځلې باید د یوه واحد هدف لور ته هدایت شي چې هغه د سولې د موافقې لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرواترو پیلول دي.»
تراوسه پورې د افغانستان د سولې په لار کې لوی خنډ دا دی چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي او سره له دې چې درسته نړۍ د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني طالبان یې د امریکا ګوډاګی بولي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل«طالبانو ته عمومي پیغام روڼ دی: د خبرو مېز ته راشي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.»
ده همداراز ټینګار وکړ، د افغانستان د سولې په اړه د روانو هلوځلو هدف باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې وي څو یوه داسې موافقه وشي چې د دې هیواد اوږده جګړه پای ته ورسوي.
د ملګروملتو په امنیت شورا کې امریکا او د فرانسې په شمول د نورو هیوادونو استازو وویل چې دوی د جرمني – قطر د نوښت ملاتړ کوي.
امریکا، روسیه، فرانسه، بریتانیا او چین د امنیت شورا دایمي غړي دي.