تاند- سعودي عربستان، متحده عربي امارات او بحرین له قطر څخه د اعتراض په دود خپل سفیران ورغواړي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د خلیج د سیمې دغو درو هیوادونو ویلي چې قطر د اخوان المسلمین او د مصر د پرزول شوي ولسمشر محمد مرسي ملاتړ کوي او که له ملاتړه لاس وانخلي نو له قطر سره اړیکې پرې کوي.

سعودي عربستان قطري چارواکو ته ویلي چې په خپل هیواد کې د اخوانیانو له ملاتړه لاس واخلي. سعودي عربستان قطر ته همداراز خبرداری ورکړی چې که د اخوانیانو او د مصر د پرزول شوي ولسمشر محمد مرسي ملاتړ بس نه کړي نو نه یوازې خپل سفیر به له دوحې څخه وروغواړي بلکې د عربي خلیج د همکارۍ په شورا او عربي ټولنې (عرب لیګ) کې به د دغه هیواد غړیتوب وځنډوي.

د خلیج د همکارۍ شورا غړیو ویلي چې قطر د دې شورا اصول نه رعایتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *