تاند- له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو ځانګړي استازي په دوحه کې د سولې لپاره بین الافغاني غونډه یو بری وباله او ویې ویل چې په افغانستان کې د دایمي سولې لور ته یو ګام پورته شو.
ماجد القحطاني، چې د افغانستان د سولې په برخه کې د قطر د هڅو تنظیموونکی هم دی، په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د دوه ورځینۍ غونډې له پای ته رسېدا وروسته وویل«موږ د دواړو خواوو ترمنځ په دې غونډه کې ګډ پرېکړه لیک د سولې لور ته ګام بولو او له هغو ټولو کسانو مننه کوو چې د دې مهمې او رغنده ناستې په برابرولو کې یې مرسته کړې ده.»
د دوحې غونډه د قطر او جرمني په کوربه توب له کابل څخه د ۷۰ کسیز پلاوي او طالب استازو ترمنځ جوړه شوه.
له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي«څه چې د قطر په غونډه کې ترلاسه شول، غالباً د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د یو بل د درک کولو لپاره لومړنی ګام و او سولې ته د رسېدو لپاره باید په دې برخه کې ډېرې هڅې وشي.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي القحطاني همداراز وویل«د افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره دا اوږد سفر د قطر په غونډې پیل شو.
د دوحې د بین الافغاني غونډې برخوالو د اعتماد رامنځته کېدو لپاره د زړو، معیوبو او ناروغو بندیانو پر خلاصون او د ټولګټو تاسیساتو د ساتنې ژمنې وکړې.