تاند- قطر په کندهار ولایت کې پر امریکايي ځواکونو د چهارشنبې د ورځې حمله په کلکه وغندله.

دا لومړی ځل دی چې یو هیواد او هغه هم د طالبانو د دفتر کوربه هیواد په افغانستان کې پر پوځي هدف د طالبانو حمله غندي.

د امریکا پوځ پرون ناوخته وویل چې د کندهار په موټر بمي حمله کې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ /اګست ۲/ په یوه اعلامیه کې تاکید کړی چې د قطر دولت پر خپل دې دریځ کلک ولاړ دی چې تروریزم او تشدد که په هر هدف وي په هیڅ صورت د منلو نه دی.

په اعلامیه کې د قطر د دولت له لوري د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت او د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د روانې اوونۍ له یوه راپر سره سم، کله چې امریکا اجازه ورکړه چې په یوه عربي هیواد کې دې د طالبانو لپاره دفتر جوړ شي، قطر او متحده عربي اماراتو په خپل منځ کې سره سیالي وکړه او هر یوه غوښتنه لرله چې د طالبانو دفتر دې یې په خاوره کې جوړ شي.

2 thoughts on “قطر د کندهار حمله په کلکه وغندله”
  1. قطر دی خدای ړنګ کړی پر امریکایانو حملی غندی ولی دا دومره مسلمانان چی هر ه ورځ په یو نوم او بل نوم
    شهیدانیږی دا نه غندی څکه چی دوی خپل پلار یعنی امریکا خوشحاله کړی د قطر هیواد یو شیطانی هیواد دی چی د ایران، پاکستان ، او امریکا سره په هره لوبه کښی د افغانستان په بربادی کښی رول لری ښه مثال یی د شمالی ټلوالی سره مرسته او بی له اجازی افغانستان ته سفرونه دی

  2. قطر په خپله د ترور او جنایت مالي قبله ده، خواشینۍ وجه به یی دا وي چی سپیو یی نښه خطاکړی او د افغانانو پرځای ددوی پلرونه خراب کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *