تاند- قطر د سعودي عربستان او د خلیج د سیمې د نورو هیوادونو له انزوا څخه د خلاصون لپاره د ۸۰ هیوادونو اتباعو ته وېزې معاف کړې.

د قطر د ګرځندوی د ادارې رييس حسن ابراهیم نن /چهارشنبه/ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې له دې ایسته د ۸۰ هیوادونو له اتباعو څخه وېزه نه غواړي.

ده وویل«له دې سره به موږ په سیمه کې تر ټولو په پرانیستي هیواد بدل شو او هغو وګړو ته چې فطر ته راځي بلنه ورکوو چې زموږ د هیواد کلتوري میراثونه او طبیعي خزانې وویني.»

ابراهیم وویل چې د وېزې د لغوه کولو پرېکړه یې په تاریخي شرایطو کې کړې او په داسې حال کې چې د قطر ځینې ګاونډیانو خپلې هوايي او مځکنۍ پولې پر قطر بندې کړي، قطر د نړۍ د څلورو خواو نورو خلکو ته خپلې دروازې پرانیستې.

سعودي عربستان، مصر، بحرین، متحده عربي امارت او څو نورو هیوادونو په وروستیو کې قطر د تروریزم په ملاتړ تورن کړ او له دغه هیواد سره یې نه یوازې دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې بلکې ټولې لارې یې پرې بندې کړې.

ګومان نه کېږي چې د ۸۰ هیوادونو په لیست کې به، چې قطر ورته وېزې معاف کړي، د افغانستان او پاکستان په شان بېوزله هیوادونه شامل وي چې په لسګونو زره کارګر یې په دغه امیرمېشت هیواد کې کار کوي.

په قطر کې ۲ ملیونه او ۴ لکه وګړي اوسي چې په سلو کې ۹۰ یې بهرنیان او په ځانګړي ډول د جنوبي اسیا د هیوادونو اتباع دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *