د قلم لار ټولني مسئولین له خلکو کتابونه راټولوي او ورباندي عامه کتابتونونه جوړي.

د قلم لار ټولني مسئولینو هم د کندهار په پنجوائي ولسوالي کې د لوستو ځوانانو لپاره کتابتون پرانیست

تر دې وړاندي یادي ټولني دکندهار په سپین بولدک اود هلمند مارچې ولسوالي کې د خلکو د مطالعي لپاره عامه کتابتونونه پرانستي و ترڅو هغه ځوانان او خلک چې کتاب ته لاس رسی نه لري یاده ټولنه ورته کتاب ورسوي د قلم لار ټولني غړي له عامو خلکو کتابونه را ټولوي چې بیا ورباندي په اړو سیمو کې د عامو وګړو لپاره د مطالعي زمینه برابروي نن د قلم لار ټولني مسئولینو په پنجوائي ولسوالي کې د کتابتون د پرانیستي پر مهال ژمنه وکړه چې زموږ هڅه دا ده چې د هیوادوالو ته کتاب ورسوو او ځوانان مو مطالعي ته مخه وکړي مطالعه او زده کړه ده چې ځوانانو ته یو روښان راتلونکی په لاس ورکوي قلم لار ټولنه په هیواد کې د زده کړو لپاره کار کوي چې ډیر پر تړلو ښوونځیو او د زده کړي پر 2محرومیتونو تمرکز لري خو کتاب راټولول او عامو وکړو ته رسول یې هم د لویو لاسته راړونو څخه شمیرل کیږي د تیري یکشنبې په ورځ یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د یوه ښوونځي برانیستنه وکړه

او

دا ښوونځی چې د سرتوربابا په نامه نومول سوی دی د ښوونځي چاري هم د هیواد په پلازمینه کې د ټولني مسئولینو پر مخ وړي تر څو هغو ماشومانو ته ښوونځی پرانیزي چې تر دې مهاله تري محروم دې د ښوونځي د پرانیستي پر مهال دسیمو خلکو خوښي څرګنده کړه او هم یې د قلم لار ټولني هڅي د زده کړو په ډګر کې وستایلي د ښوونځي د پرانستو پر مهال د ټولني مسئول مطیع الله ویسا وویل 🙁 موږ به د ژوند تر اخري اخري سلګۍ هڅه کوو چې په هیواد کې هیڅ تړلی ښوونځی ونه لرو او د هیواد ټول ماشومان د امن او سولي په ډاډمنه فضا کې زده کړي وکړي او هغه وخت به مو هیواد هم جوړ او اباد سي چې د هیواد هر وګړی مو زده کړه ولري)

عطاالله ویسا د قلم لار ټولني منشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *