د قلم لار ټولني لخوا د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالي کې درې وړیا کمپیوټر لیبونه جوړ شول ورسره د شپږو ښوونځیو سره د چوکیو،میزونو،سپینو تختو،چارټ کاغذونو مرسته وشوه هغه ښوونځي چې لا هم ډیرو درسي توکو ته سخت اړتیا لري ددې تر څنګ د سپین بولدک د روغتون سره د یو لړ توکو مرسته وسوه چې ویلچرونه، واکرونه، جپرکټونه، د جراحي سامان الات او توکي موجود و.
دغه مرسته په ډنمارک هیواد کې د داریو موسسې مسﺉولینو راټوله کړې وه او د قلم لار ټولني په ادرس یې افغانستان ته رالیږلې وه د قلم لار ټولني تر څنګ د سپین بولدک مسوولینو او اوسیدونکو د داریو موسسې څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه
قلم لار ټولنه هڅه کوي چې دغسي مرستي پر ځای ولګوي او اړي سیمي په نښه کړي
عطاالله ویسا