وايي بې مطالعې ژوند له مرګ سره ورته وي او په افغان ټولنه کې د کتابونو، ورځپاڼو، مجلو مطالعه ډېره لیږه کيږي کتاب او کتابتون ته د افغانستان په محدودو سیمو کې لاسرسی شته.
د هیواد په لیرو پرتو سیمو کې کتابتون خو لا څه کوې، چې اوسېدونکي یې ښوونځي لاهم نه لري. خلک وايي، چې افغان دولت او مدني ټولنې باید د کتابتونونو او ښوونیزو مرکزونو د جوړلو لپاره هڅې وکړي.
قلم لار ټولنه وايي د کارونو لومړیتوب یې دا دی، چې د هیواد په لیرو پرتو، ناامنه او محرومو سیمو کې کتابتونونه جوړ کړي، تر څو خلک د مطالعې له کلتور سره اشنا او د پوهې کچه یې لوړه شي.
قلم لار ټولنې د خپلو دغوهڅو په ترڅ کې دا دی نهم کتابتون په فراه ولایت کې جوړکړ.
د دې ټولنې مسئولين وايي، چې دا د قلم لار ټولنې نهم کتابتون دی او له دې وړاندې یې د هیواد په ګوټ، ګوټ کې کتابتونونه جوړ کړي دي.
د یادونې وړده، چې قلم لار ټولنه له کتابتونونو جوړولو سر بېره د پوهنې د پراختیا لپاره مبارزه کوي او په هیواد کې یې د بندو ښوونځیو د پرانستلو لپاره خپل غږ پورته کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې افغان ماشومان د پوهنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې افغان دولت او مدني ټولنې یې باید ورسره د دې ستونزو د حل په پار مرسته وکړي.