انتظار که له يوې خوا خوږه ميوه ده ، نو له بل خوا د دوو ميينو زړونو تر منځ ولاړ هغه دنګ ديوال دی، چې تر شا يې هره ګړۍ دوه ميين د اور په لمبو سوځيږي.
ميين چې د خپل معشوق په انتظار کې له ګهيځ څخه د رڼا تر مخه ښې پورې د ړنګ ديوال تر څنګ ناست وي ،او په ډیره تلوسه یې د راتګ شيبې شميري د دې حالت د کیف بیان په الفاظو کې بیانول ګران کار دی.
چې دې زمــا په ژوند د نه راتلـــو قسم کـړی و
راشه اوس ساه مې په وتو شوه ته به کله راځې
د «قلــندر» د ارمــاني ژوندون علاجـه مرګه
هغه چې اوس د نه راتلو شوه ته به کله راځې
په پښتو ادب کې مونږ د ګڼو داسې هستيو فکري خواږه لرو چې که څه هم اوس هغوۍ زمونږ په منځ کې په فيزيکي ډول شتون نلري خو د شعر خواږه يې څيره د هر چا سترګو سترګو ته کوي.
قلندر مومند هم يو له دغسې هستيو څخه دی چې په پښتو ادب کې يې بې سارې هلې ځلې کړي او هغه پانګه چې ده د پښتنو لپاره پريښې ده ، مينه وال به يې تر عمره عمره مريدان وي.
د نوموړي پوره نوم «صاحبزاده حبيب الرحمان» دی خو په خبره يې چې قلمي نوم يې قلندر مومند دی.
قلندر د خپل قلندري تخيل سره د ۱۹۳۰م کال د سپټمبر په لومړۍ نيټه د پيښور په «بازديخيل» نومې کلي کې دی نړۍ ته خپلې شاعرانه سترګې پرانستې.
دې قلندر سړي په ۲۰۰۳م کال کې د فبرورۍ په څلورمه نيټه د وروستي ځل لپاره د نړۍ د رنګينيو ننداره وکړه او له هنري جوهره ډک زړه يې د تل لپاره ودريد.
نوموړي په انګليسي ادبياتو کې ماسټري کړې وه ، او ورسره يې د حقوقو پوهنځی هم لوستی و.
قلندر مومند نه يوازې د عزل په برخه کې استاد ګڼل کيږي بلکې ،نظم ،څلوربيته ،لوبه سندره،ډرامه ،افسانه ،قيصې ،تخليقي ليکونه او نورو برخو کې يې هم بلا کار کړی او همدا لامل دی چې د هرې برخې مينه وال يې نوم په درنښت يادوي.
سعدالله ميوند د قلندر مومند د شعر په اړه وايي :
قلندر شعر د شعر لپاره، د ژوند لپاره، د خيال او جمال او جلال لپاره ويلى دى او هره ښکالو يې چې په شعر کې قلمبند کړې ده ټول ټال يې په شعر او د شعر په فن کې سره پېيلې او پوره پوره انصاف يې ورسره کړى دى. هغه د خپل اسکيرلي، ترهېدلي او ګنډلي وخت هغه ژبه ور او خياله ور شاعر دى چې
د وخت جابر يې ژبه ورغوڅه کړې ده، چاپيريال ورته سور اور دى، تنها خپل سوى او لوى احساس يې ملګرى او د يوه ساهو تکل په مټ يې د دغسې يوه خيالي منزل په لوري ټول عمر ستړى سفر کړى دى او په دغه سفر کې ورته د وخت جبر مخې ته راځي او که يې ناهيلۍ او ستونځې مخه نيسي او بالاخر که څه هم کيږي خو د شاعر سپېڅلى هوډ او نيغ ځواب ورته د يوه غره په څېر ولاړ دى.
داپه دې لاره تېرشوي کوم دوينې سوداګر دی
چې ګلونو کې سا نشته وارخطا دي بهارونه