تاند- د راپورونو له مخې قمرالدین شینواری د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي له لوري د هیواد نوی لوی څارنوال نومول شوی دی.
د ولسي جرګې د تایید په صورت کې به ښاغلی شینواری د اوسني لوی څارنوال اسحاق الکو ځای ونیسي.
قمرالدین شینواری، چې د ختیځو ولایتونو د شورا ریاست یې په غاړه درلود، په انتخاباتي مبارزه کې د ولسمشر اشرف غني احمدزي کلیدي متحد و.
ارګ تراوسه پوري د لوی څارنوال په توګه د ښاغلي شینواري د نومونې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
ولسمشر اشرف غني احمدزی غواړي چې په حکومت کې د پراخو اصلاحاتو د راوستلو او د اداري فساد د ختمولو لپاره په ستره محکمه او لویه څارنوالي کې لوی بدلونونه راولي.