په هغه شیبه مې که خوله د پټکي په شمله بنده کړې نه وای، نو چیغې مې له شاوخوا کورونو خلک په منډه را ویستل. د انګړ له دروازې مې خړه تاري بورۍ لرې کړه، له لرګیو جوړ ور مې وټکاوه، یوه ښپې یبلې ماشومه راووته. ځان او ملګری مې ورته معرفي کړ:
موږ د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارکوونکي یوو. ستاسو کور سروې کوو او بیا مواد درکوو. ماشوم کور ته ننوت، شیبه وروسته راووت او موږ ته یې د راتګ بلنه راکړه. لمرخاته خواته دوه خوا په خوا خټینې خونې ابادې وې، په منځ کې یې یو کوچنی دهلیز و. د اوبو پلاستیکي ستل ایښی و، شاوخوا ترې کاسې او دیګ ایښی و. د دیګي خواته په کوچني سپین پلاستیکي بوتل کې دوه درې کاشوغې غوړي پاتې و.
نور نو سروې ته اړتیا نه وه؛ را ووتم. په انګړ کې یوه میرمن ناسته وه. خړه لوپټه کې یې ځان پیچلی و. مخې ته یې پلاستیکي کڅوړه کې د وچې ډوډۍ ټوټې پرتې وې، له همدې یې رااخیستې او بیا یې په یوه فلزي لوښي کې ټکولې.
د کور د غړو د شمیر پوښتنه مې وکړه، هغې هم ډوډۍ ټکوله او هم یې پوښتنې ځوابولې. د ډوډۍ د ټکولو په اړه مې ترې وپوښتل، غلې شوه، بیا مې وپوښتله، یو ناڅاپه یې سرې سترګې راواړولې، خپلو ماشومانو ته یې وکتلې او بیا یې د بڼو څوکو ته د اوښکو کاروان راورسید. کله مې ځنډنۍ او وچې ډوډۍ ته کتلې او کله شاوخوا ولاړو تنکیو ماشومانو ته. ستونی مې راډک شو، ژر مې خوله بنده کړه او له ملګري سره له کوره راووتم.
هغه مهال د هر چا له مخه ولږه څڅیده، معدو دمه وهلې وه او ژامو د شخوند وهلو تمرین کم کړی و. د ( عمري عدالت) له فیوضاتو یواځې هغوی برخمن وو چې یا نظامي مرکزونو کې اوسیدل او یا یې د اعاشې په نوم اضافي معاشونه اخیستل. عام کابل ښاریان، لکه د امارت په قلمرو کې چې شامل نه وي، لکه هغوی ته خواړه برابرول چې د امارت دنده نه وي او… همداسې له فقره رنځیدل.
تر نیمو شپو به ماشومان لکه ( سکیموګان) په واورو کې ګرځیدل، دروازې به یې ټکولې او د ګیډې دوزخ ډکولو لپاره به یې له جنتیانو مرسته غوښته.
پوره شپږ میاشتې د سروې د پلاوي غړی پاتې شوم، هم مې اصلي دنده اجرا کوله او هم مې میاشت کې څو ځلې سروې کوله. په دې موده کې مې په زرګونو کورونه ولیدل او په سلګونو کیسې مې حافظې ته وسپارلې، ځینې ونه ساتل شوې او ځینې اوس هم لکه په (ډي ډرایو) کې چې خوندي وي، پاتي دي.
چې کله به له موټره ښکته شوو، خلکو به یوه ګڼه ګوڼه جوړه کړه، هر چا به کوښښ کاوه چې خپل کور ته مو بوځي او خپل فقر راته عملي وښيي.
د خیرخانې سیمې په یوه کوڅه کې د سروې لپاره له موټره ښکته شوو. حیران وو، په زرګونو غریبو او بیوزلو کورنیو کې څنګه سل یو نیم سل مستحقې کورنۍ په نښه کړو؟ یو نری او دنګ ځوان له کوره راووت . د ډيرو غریبو کورنیو پوښتنه مې ترې وکړه، معلومات یې راکړل. را سره وګرځیده، بیا مې ورته ویل اوس دې خپل نوم وایه چې د مرستې لپاره یې په لیست کې شامل کړم. ځوان موسک شو او انکار یې وکړ. ویل یې زه خیاطي کوم دومره ګټلی شم چې کورته درې وخته ډوډۍ ورکړم. خوښ شوم، ما ویل اوس یو استحقاق د انعام په ډول درکوم، نوم دې را ښییه. هغه بیا انکار وکړ او ویل یې، دلته ډیر مستحق خلک اوسي، داسې خلک چې ځینې په ولږه ویده کیږي، همدوی سره مرسته وکړئ.
زه بیا له داسې ځوان سره مخامخ نشوم،نه په هغه دور کې او نه راوروسته. دا ځوان اوس هم زما لپاره د قناعت، بشرپالنې او تقوا سمبول دی.
اوس هم فقر دی. له نیمايي زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. فقر جګړې زیږولی، اداري فساد چاغ کړی. ورځ تر بلې د فقیرانو شمیره ډیریږي، دا شمیره به تر هغې د لوړیدو په حال کې وي چې د هیواد هر وګړی د هماغه ځوان په څير نشي. دلته ځینې د خپل ځوانیمرګ ځوی د تدفین وس نلري خو ځینو پسې له اولادونو ډير موټر ګرځي. د بهرنیو هیوادونو په چمنونو کې د خپل ولس څښلې وینه هضموي.
(سرخط ورځپاڼه)