متل دی چې میړونه مري خو نومونه یې پاتې کیږي، ښاغلي قهرمان صاحب سره له نږدې پاتې شوی وم، هغه د یو فکري مکتب استاد په حیث همېشه د ځوانانو سره د وطن جوړولو، ملي ګټو د تقوأ بحث کاوه.
ښاغلي قهرمان صاحب کې ډېرې ځانګړتیاوې وې، د هغه یو ښه شعار دا هم وو چې تېر باید هیر کړو، راځئ ټول بې له کوم توپیره د وطن د جوړولو په فکر کې شو!
هغه د ملي فکر ترڅنګ خپله تقوا او وطن ته تعهد دوست او دوشمن دواړو ته په ثبوت رسولای وو.
ټوله ورځ به یې په رسنیو کې د ظالم پر ضد او د مظلوم په حق کې اواز پورته کاوه، حکومت ته به یې ښې مشورې ورکولې، د ښې حکومتدارۍ او اجتماعي عدالت د هیواد د اساسي جوړونې لپاره غوره ګاڼه، نه یې محلونه جوړ کړل او نه یې ناروا ډالر جمعه کړل، د هغه دا شعار مې همېشه یادیږي ، ویل به یې همدرده چې زه کله مړ شوم زما د مرګ نه یوه هفته وروسته که زما په کور کې اضعافه خرچه وه، نو ما به دغه ملت او خاورې سره ستر خیانت کړی یې!
په تاسف سره باید ووایم چې د دې وطن دوسته څېرې څخه د وطن په جوړونه کې نه کرزي صیب ګټه پورته کړه او نه ولسمشر محمد اشرف غني!
زموږ خو لویه بد بختي دا ده چې د کار خلک په ژوند کې بد او پس له مرګه یې بیا په مرګ ویر کوو .