ژباړه: حمیدالله حمیدي
څېړنو ښودلې ده چې قهوه د زړه، سرطان او الزایمر ناروغیو مخه نیسي، بل دا چې په ډېری هېوادونو کې خلک خپل سهار د قهوې په څښلو پیلوي.
دا چې قهوه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه کافین لري، نو د مغز فعالیتونه ګړندي کوي، تمرکز پیاوړی کوي او له ستړیا سره مبارزه کوي.
قهوه پر دې سربېره چې د زړه، سرطان او الزایمر ناروغۍ کابو کوي، نوږ څېړنو دا هم په ګوته کړې ده چې که د قهوې په یوه ګيلاس کې یوه قاچوغه بوره هم ور زیاته شي، ګټه یې د مغز لپاره په ځلونو ډېرېږي.
څېړنو ثابته کړې ده چې د یوې پیالې کافین لرونکې قهوه چې یوه قاچوغه بوره هم ورسره وي، د ورځنیو فعالیتونو لپاره د مغز په چمتو کولو کې پوره پوره مرسته کوي، تمرکز پیاوړی کوي او د حافظې له قوت سره په بې ثاري ډول مرسته کوي.
یوې ډلې څېړونکو پر ۴۰ کسانو چې په خپله خوښه حاضر شوي وو، دغه تجربه ترسره کړې ده؛ هغوی یې پر درېیو ډلو وېشلي چې یوې ډلې ته یې بې بورې قهوه، دویمې ته بوره لرونکې قهوه او وروستۍ ډلې ته یې یوازې په اوبو کې بوره ورکړې ده او وروسته یې پر ټولو مغذي سکن ترسره کړی دی.
د څېړنې وروستیو پایلو ښودلې هغه کسان چې له قهوې سره بوره هم ګډوي ګټه یې تر بې بورې قهوې په ځلونو زیاته ده.
د دې څېړنې پایلې د اروا پوهنې په تر ټولو مشهورې خپرونه کې چاپ شوې دي.