د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

تاند- د کندهار امنیه قوماندان ادعا کوي چې د طالبانو د کوټې شورا د یو شمېر غړیو په ګډون شاوخوا ۶۰ مهم طالب مشران حاضر شوي چې سوله وکړي.

قوماندان جنرال عبدالرازق نن /جمعه/ وویل چې ده د کوټې د شورا له غړیو او نورو مهمو طالب قوماندانو سره تماس نیولی او دواړه خواوې تفاهم ته رسېدلي دي.

ده وویل، دا طالب مشران به په کندهار کې یوې امن سیمې ته راولېږدي.

د جنرال رازق په وینا تر دې وړاندې هم په تېرو درو کلونو کې یو شمېر طالب مشران له خپلو کورنیو سره کندهار ته ورغلي او په خوندي سیمه کې یې اړولي دي.

ده د ۶۰ نورو طالب مشرانو په اړه، چې ټاکل شوې ده کندهار ته ورشي او سوله وکړي، په اړه وویل چې د هغوی په منځ کې د طالبانو د وزیرانو، والیانو او د فرقو د قوماندانانو د کچې کسان شامل دي.

رازق سولې ته د دغو طالب مشرانو په هڅولو کې د نړیوالې ټولنې او قومي مشرانو د رول مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو حکومتونه به زیاته مرسته وکړي.

ده ونه ویل چې له دغو دوو هیوادونو د څه ډول مرستې غوښتونکی دی.

په وروستیو کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا او افغانستان د افغان سولې پر پروسې خبرې وکړې او داسې راپورونه هم خپاره شول چې ځینې طالب مشران په هغه صورت کې حاضر دي چې د سولې له بهیر سره ملګري شي چې که سعودي عربستان ضمانت وکړي.

قوماندان رازق په کندهار کې پخلا شویو طالب مشرانو ته د ازاد، سوله ییز او خوندي ژوند ډاډ ورکړ، ویې ویل چې هغوی د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې ځانونه کاندیدولی شي.

د کندهار امنیه قوماندان د سولې په پروسه کې د ایران، پاکستان او روسیې د ورانوونکي رول یادونه هم وکړه، ویې ویل چې دا دوه هیوادونه له افغان سیاستوالو ناوړه ګټه اخلي.

ده وویل چې دا درې هیوادونه هیڅکله د افغانانو او افغانستان دوستان کېدای نه شي او تل به د افغانستان د ورانولو هلې ځلې کوي.

دا لومړی ځل دی چې قوماندان رازق د افغانستان په حالاتو کې د روسیې او ایران د ورانوونکي رول یادونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *