تاند- د کندهار امنیه قوماندان وايي چې د دغه ولایت پر مېلمستون د سږ کال د جنورۍ د میاشتې په حمله کې د والي د اشپز په ګډون څو تنو لاس درلود.
قوماندان عبدالرازق نن /چهارشنبه/ خبریالانو ته وویل «اشپز او نور خاینان به ژر د خپل عمل سزا وویني.»
ده نور جزییات څرګند نه کړل خو ویې ویل چې ټول معلومات به ژر له رسنیو او ولس سره شریک شي.
رازق یو وار بیا وویل چې دا برید د کوټې شورا د پاکستان د استخباراتو په مرسته تنظیم کړی و.
تر دې وړاندې نورو افغان چارواکو هم ورته خبره کړې وه.
د کندهار امنیه قوماندان وویل چې د کندهار د مېلمستون په حمله کې د ټولو لاس لرونکو نومونه به د افغان، اماراتي او امریکايي پلاوو له لوري په ګډه اعلان شي.
د جنورۍ په یوولسمه د کندهار د مېلمستون په حمله کې د کندهار مرستیال والي، هاشم کرزی (د پخواني ولسمشر د اکازوی)، د ملي شورا دوه غړي، د بهرنیو چارو وزارت دوه مامورین، د متحده عربي اماراتو د سفارت افغان ترجمان او د متحده عربي اماراتو د سفیر په شمول ۵ دیپلوماتان ووژل شول.
په دې پېښه کې د اماراتو د سفیر او د کندهار د والي په شمول ۱۹ تنه ژوبل شوي وو چې وروسته د اماراتو سفیر او هاشم کرزي د سختو ټپونو له کبله سا ورکړه.