تیره ورځ مې د تنظیمونو په یوه خواخوږې ورځپاڼه کې د افغانستان د یوه ولایت د والي مرکه ولوسته. که پر سر یې نه وای لیکل شوي فکر به مې کړی و چې د ولسمشر یا هم د یوه داسې کس مرکه ده چې ټول عمر یې د انسان په خدمت کې تیر کړی وي.
دغه مرکه د بلخ له والي قوماندان عطامحمد نور سره وه چې په خلکو کې د بلخ پر امپراتور او دوهم فرعون مشهور دی. دی ځکه په دې نومونو ممکن مشهور شوی وي چې یو خو چې د طالبانو له را پرځیدو وروسته یې د بلخ د ولایت مقام اشغال کړ ځان یې پخپله والي ونوماوه په موقته اداره کې د بلخ موقت والي وي بیا د انتقالي ادارې نااعلان شوی والي و او دادی تر ننه خپل اقتدار ته دوام ورکوي. کله کله په ولسمشر کرزي ور بلوسي او کله کله یې بیا زړه پرې وسوځي یا هم د کوم چل له مخې د ولسمشر کار داسې ستایي ته به وایې دده تر امر لاندې دی.
دا ښاغلی نه یوازې په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې ډلې د کاندید ډاګیز پلوی دی بلکې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم د هغه پلوی و او اوسنی ولسمشر به یې د امریکا هوټلي باله او د هغه پر کورنۍ یې د قاچاغبرو تور پورې کاوه. او فرعون هم ممکن په دې خاطر بلل شوی وي چې اوس اوس ویل کیږي دا ښاغلی په هیواد کې دننه او دباندې د میلیاردونو ډالرو او افسانوي شتمنیوڅښتن دی. په هر صورت که له دې راتیرشو چې یو والي څومره حق لري په ټاکنو کې مداخله وکړي؟ په دې مرکه کې به دده ځینو جالبو خبرو ته لږ تم شو.
قوماندان عطا په دې مرکه کې فرمایي((…به باور ما کميسيون دربرابر انتخابات از عدالت وانصاف کار نگرفت وبا احترام به اعضاي صادق و وطن دوست کميسيون شايد روزي آن عده از اعضاي کميسيون انتخابات که در تقلب و توطئه دست داشتند، ازپيگيرد قانون مصون و از جانب ملت بي حساب نخواهد ماند.)) دی د یوه والي په توګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو ته اخطار ورکوي چې ازپيگيرد قانون مصون و از جانب ملت بي حساب نخواهد ماند. آیا یو والي دا ډول حق لري؟ د مرکې په یوه بله برخه کې د عبدالله پر ملاتړ اعتراف کوي خو پر هغو میلیونونو ډالرو سترګې پټوي چې د هغه ټیم په واک کې یې ورکړې دي دغه راز په دې هم سترګې پټوي چې بلخ د تقلبي رایو په سر کې ځای لري چې دده پر مټ ترسره شوې دي وګورئ((ما پيش از اين از کانديداتوري داکتر عبدالله حمايت کرده بوديم اما ازامکانات دولتي در جريان انتخابات قطعاً به نفع وي استفاده نکرده ايم…))
خو جالبه داده چې دا ښاغلی د ټآکنو ددوهم پړاو په اړه هم استخاره کوي او وړاندوینه کوي چې بری به ددوی وي دغه راز د هغه متل په مصداق چې کور خود بینای مردم یو بل مخکښ ټیم په مارکسیست والي تورنوي((من باور دارم که در دور دوم اشرف غني احمدزي چنان شکست خواهد خورد و از صحنه سياسي کاملاً حذف خواهد شد، زيرا به نظر من اشرف غني پايگاه اجتماعي ندارد و آن عده از کساني که از وي حمايت کرده اند بيشتر افکار چپي دارند و مارکسيست بودند…))ددې ښاغلي دې ته پام نه دی چې هره ورځ د خپل ټیم په پټو او ښکاره غونډو کې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د مرکزي کمیټې د غړي جنرال نورالحق علومي او باباجان تر څنګ ناست وي د هغوی مشورې او هدایتونه ټکي په ټکي عملي کوي، د روسانو د کمونیست ګوډاګي ببرک کارمل زوی وستوګ کارمل یې همدا اوس د ټیم د ډیرو برخو رهبري په غاړه لري.رهیل فرملي او مجیب الرحمن او د کاجي بي نور غړي یې پرې سربیره. ددې تر څنګ له ۱۳۷۱ کال څخه تر اوسه افغاني کمونیستان هر یو نجم الدین اخګر کاویانی، فرید مزدک، دستګیر پنجشیری، محتاط، وکیل او نور کمونیستان ددغې انحصارګرې ډلې فکري رهبري په غاړه لري.
خو له دې سره بیا هم خپل مخالف ټیم چې خلک یې ویني چې زیاتره برخه یې جهادي رهبران او دیني علما دي په مارکسیست توب تورنوي. که حضرت صبغت الله مجددي، پیر سیداحمد ګیلاني، حاجي دین محمد، سرور دانش، جنرال دوستم چې ددوی رهبر ورته د مجاهد کبیر نوم ورکړی او هغه وخت به زیاتره وخت د اسلامي دولت ریاست سرپرست و، مولوي محمد موسی هوتک، او نور مجاهدین ددوی په نظر مارکسیستان وي دا نو ددوی قضاوت دی.
نوموړی والي صاحب هغه ټیم چې د نړۍ د دوهم متفکر او ستر عالم تر مشرۍ لاندې کار کوي د افغانستان لپاره خطرناک ګڼي. خو له ۱۳۷۱ کال تر ۱۳۷۵ کال پورې هغه کور ورانوونکې خونړۍ تنظیمي جګړې هیروي چې د همګرایي ټیم د اوسني مثلث له خوا وشوې او په نتیجه کې یې زموږ مادي او معنوي شتمني له منځه ولاړې. انصاف ښه شی دی ددغه والي تر خبرو پورې مې د رحمن بابا دغه شعر ذهن ته راغی چې وایي:
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې
—————————–
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
هر هغه تن چې په زور او درغلۍ پر بنسټ واک ته رسېدنه خپل هدف وټاکی هغه وی فرعون خو هغه فرعون سره په واري توفیر لری یعنی د هغه وخت پر فرعون به شکر وباسی.