تیره ورځ مې د تنظیمونو په یوه خواخوږې ورځپاڼه کې د افغانستان د یوه ولایت د والي مرکه ولوسته. که پر سر یې نه وای لیکل شوي فکر به مې کړی و چې د هیواد مشر یا هم د یوه داسې کس مرکه ده چې ټول عمر یې د انسان په خدمت کې تیر کړی وي.

دغه مرکه د بلخ له والي قوماندان عطامحمد نور سره وه چې په خلکو کې د بلخ پر امپراتور او دوهم فرعون مشهور دی. دی ځکه په دې نومونو ممکن مشهور شوی وي چې یو خو چې د طالبانو له را پرځیدو وروسته یې د بلخ د ولایت مقام اشغال کړ ځان یې پخپله والي ونوماوه په موقته اداره کې د بلخ موقت والي وي بیا د انتقالي ادارې نااعلان شوی والي و او دادی تر ننه خپل اقتدار ته دوام ورکوي. کله کله په ولسمشر کرزي ور بلوسي او کله کله یې بیا زړه پرې وسوځي یا هم د کوم چل له مخې د ولسمشر کار داسې ستایي ته به وایې دده تر امر لاندې دی.

دا ښاغلی نه یوازې په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې ډلې د کاندید ډاګیز پلوی دی بلکې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم د هغه پلوی و او اوسنی ولسمشر به یې د امریکا هوټلي باله او د هغه پر کورنۍ یې د قاچاغبرو تور پورې کاوه. او فرعون هم ممکن په دې خاطر بلل شوی وي چې اوس اوس ویل کیږي دا ښاغلی په هیواد کې دننه او دباندې د میلیاردونو ډالرو  او افسانوي شتمنیوڅښتن دی. په هر صورت که له دې راتیرشو چې یو والي څومره حق لري په ټاکنو کې مداخله وکړي؟ په دې مرکه کې به دده ځینو جالبو خبرو ته لږ تم شو.

قوماندان عطا په دې مرکه کې فرمایي((…به باور ما کميسيون دربرابر انتخابات از عدالت وانصاف کار نگرفت وبا احترام به  اعضاي صادق و وطن دوست کميسيون شايد روزي آن عده از اعضاي کميسيون انتخابات که در تقلب و توطئه دست داشتند، ازپيگيرد قانون مصون و از جانب ملت بي حساب نخواهد ماند.)) دی د یوه والي په توګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو ته اخطار ورکوي چې ازپيگيرد قانون مصون و از جانب ملت بي حساب نخواهد ماند. آیا یو والي دا ډول حق لري؟ د مرکې په یوه بله برخه کې د عبدالله پر ملاتړ اعتراف کوي خو پر هغو میلیونونو ډالرو سترګې پټوي چې د هغه ټیم په واک کې یې ورکړې دي دغه راز په دې هم سترګې پټوي چې بلخ د تقلبي رایو په سر کې ځای لري چې دده پر مټ ترسره شوې دي وګورئ((ما پيش از اين از کانديداتوري داکتر عبدالله حمايت کرده بوديم اما ازامکانات دولتي در جريان انتخابات قطعاً به نفع وي استفاده نکرده ايم…))

خو جالبه داده چې دا ښاغلی د ټآکنو ددوهم پړاو په اړه هم استخاره کوي او وړاندوینه کوي چې بری به ددوی وي دغه راز د هغه متل په مصداق چې کور خود بینای مردم یو بل مخکښ ټیم په مارکسیست والي تورنوي((من باور دارم که در دور دوم اشرف غني احمدزي چنان شکست خواهد خورد و از صحنه سياسي کاملاً حذف خواهد شد، زيرا به نظر من اشرف غني پايگاه اجتماعي ندارد و آن عده از کساني که از وي حمايت کرده اند بيشتر افکار چپي دارند و مارکسيست بودند…))ددې ښاغلي دې ته پام نه دی چې هره ورځ د خپل ټیم په پټو او ښکاره غونډو کې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د مرکزي کمیټې د غړي جنرال نورالحق علومي او باباجان تر څنګ ناست وي د هغوی مشورې او هدایتونه ټکي په ټکي عملي کوي، د روسانو د کمونیست ګوډاګي ببرک کارمل زوی وستوګ کارمل یې همدا اوس د ټیم د ډیرو برخو رهبري په غاړه لري.رهیل فرملي او مجیب الرحمن او د کاجي بي نور غړي یې پرې سربیره. ددې تر څنګ له ۱۳۷۱ کال څخه تر اوسه افغاني کمونیستان هر یو نجم الدین اخګر کاویانی، فرید مزدک، دستګیر پنجشیری، محتاط، وکیل او نور کمونیستان ددغې انحصارګرې ډلې فکري رهبري په غاړه لري.

خو له دې سره بیا هم خپل مخالف ټیم چې خلک یې ویني چې زیاتره برخه یې جهادي رهبران او دیني علما دي په مارکسیست توب تورنوي. که حضرت صبغت الله مجددي، پیر سیداحمد ګیلاني، حاجي دین محمد، سرور دانش، جنرال دوستم چې ددوی رهبر ورته د مجاهد کبیر نوم ورکړی او هغه وخت به زیاتره وخت د اسلامي دولت ریاست سرپرست و، مولوي محمد موسی هوتک، او نور مجاهدین ددوی په نظر مارکسیستان وي دا نو ددوی قضاوت دی.

نوموړی والي صاحب هغه ټیم چې د نړۍ د دوهم متفکر او ستر عالم تر مشرۍ لاندې کار کوي د افغانستان لپاره خطرناک ګڼي. خو له ۱۳۷۱ کال تر ۱۳۷۵ کال پورې هغه کور ورانوونکې خونړۍ تنظیمي جګړې هیروي چې د همګرایي ټیم د اوسني مثلث له خوا وشوې او په نتیجه کې یې زموږ مادي او معنوي شتمني له منځه ولاړې. انصاف ښه شی دی ددغه والي تر خبرو پورې مې د رحمن بابا دغه شعر ذهن ته راغی چې وایي:

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي

خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې

3 thoughts on “قوماندان عطا څه وایي؟ / جاوید”
  1. These evils are trying to prevent the judgments day, but they are so stupid to understand that the judgments day is coming to them sooner or later. the brave Afghans will make it happen.

  2. عطا ته داخبره کووم چې ډیر نزدی ده چې تاسره به دا حساب کیږی چې یو خر دی نه درلوده چې ژرنده پری یوسی اوس دا په میلینونو ډالر او لوړ پوړی ودانی دی د کوم ځای څخه کړی، او په همدی ډول دی ټولو ټوپک سلارانو سره به حساب کیږی،

  3. Based on what is happing in the current election process, it looks like Mr. Karzai is on the side of Northern Alliance.. The reason is very clear because he too wants to protect himself, his family members and friends who were involved in major corruptions. Actually he is creating obstacles for Mr. Ahmadzai to win the elections.

  4. د نیوټن یو قانون دی چی تراوسه پروی دا درست دنیا پری ولاړه ده چی وایی (هر عمل عکس العمل لری) موږ او تاسو په پښتو کی یو متل لرو چی وایی چی څه کری هغه به ریبی
    اصلآ عطا نور ځان او بل د خدای نوم او قانون د هیره ویستی، د خدای تعالی په نومونو کی یو نوم (حق) هم دی او حق پخپله د بریا نوم دی، نو دا امتحانونه وی د خدای له خوا چا ته لږ وخت ورکوی او چا ته ډیر خو بالاخره ورځ د حساب هم راتلونکی ده، قدرت ددوی سترګی پټی کړیدی او اوس دوی هیڅ هم نه وینی خو ددوی د عملونو د عکس العمل وخت ډیر نژدی دی انشاآلله.

  5. ولی دا دولت داسی غلامان نوکران او وطن فروشان ته وخت ورکوی دا باید مردار شی چه انشاالله امیدوار یو دا هغه فاسد بی شرف انسان دی چه نه عزت لری اونه شرافت دا یو مزدور او کاملاً بی سواد دی خو له پشتنو نه داهیله لرم چه داخر باید خپل جزا ته ورسوی او مردار ئی کری دا هغه سری ده چه خپل عزت په ایران پلورلی ده او قطعاً د دی مردار کول جایز کار ده

  6. والی جانه! یو عطا نده چه خر یی نه درلودو داسی ډیر والیان دی چه بی خره وو دژرندی دوړلو لپاره به یی سوال کولو نن ژرنده په لنډکرزر فو جارو موټرو کی وړی اکثره والیان څا نونه فر غو نیان ګڼی څوک شته چه لدی فر غو نیانو حساب وغواړی ؟فکر نکوم کرزی صیب ډیر ښه او قهرامان ریس دولت وو خو دده غټه اشتباه دوالیانو مقریدل دی اکثره والیان هیڅ سواد نلری دجبار (نعیمی) پو ښتنه وکړه صنف اول یی هم نده لوستلی بیسوادی ډیر جنایات منڅته راوړی عمیق او عا قلانه تصمیم نشی نیولی څا نونه ورک کړی ما دیات یی په فکر او سوچ کیوی نن دوی په قدرت کی دی خو دومره وایم چه حساب به هرو مرو ورسره کیږی څکه خلک ورته په قهر او غصاه دی ددی قهر او غصی سړ ول به ددوی په مرګ هم بد لیږی انشااله 11

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *