تاند- د ملي امنیت ریاست د غیرمسوولو وسله والو قوماندان علیپور، وروسته له دې پرون /دوشنبه/ خوشي کړ چې دغه قوماندان یو لړ ژمنې وکړې.
قوماندان علیپور ژمنه کړې چې خپله ټوله وسله به له حکومت سره راجستر کوي یا به یې حکومت ته سپاري.
همداراز به له کابل ښاره تر هغو نه وځي چې له ده څخه څېړنې بشپړې شوي نه وي.
دغه خپلسري قوماندان ژمنه کړې چې په غونډو کې به ګډون نه کوي.
علیپور د خپلو ژمنو په لړ کې دا هم ویلي چې د حکومت بشپړ ملاتړ کوي، اوامرو ته یې غاړه ږدي او هرراز همکاري ورسره کوي.
علیپور به تر هغو په کابل کې ازاد وي چې څارنوالي د ده دوسیه بشپړوي او محکمه پرېکړه کوي.
علیپور به د تحقیقاتو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته حاضرېږي.
موږ هغه قیودات چی تیر امیر انو وضع کړی وو ، او د کرزی تر دور حاکم وو ، باید په اتفاق آراء نه تنها تائید بلکی باید تقدیر شی
د شجاعی،علیپور، محقق د فاطمیونو ټیکه دار په مرکزی حکومت کی او نور هغه څه دی چی نمک حرامی ثابتوی، هغه قیودات ډیر دقیق او د شناخت درجه یی تام ده او تیر ۳۰ کاله همدا ثابتوی او د ملی ګټو د ساتنی لپاره کاملا پر ځای او مسؤلانه تر سره شوی وی
اوس خبره دا ده چی د اشرف غنی په غیاب کی دا غیر مسؤل واجب الاحترام جانی ،څنګه ژر خلاصیږی . آیا دده د ګرفتاری فرمان چا ورکړی وو ، حتما کافی اسناد یی درلودل که نه؟
او معاون صاحب چی سرپرست دی ، د قاتل او شرانګیز لپاره دا صلاحیت لری چی تضمین یی وکړی؟
که خپلو مجرمینو او جانیانو ته هر حاکم امتیاز ورکوی او واجب الا حترام یی بولی نو دا ددی پوست وړ ندی یعنی ملی ګټو ته ژمن ندی او خپل جانیان حمایه کوی او د یو اقلیت هغه هم د قاتلانو او اختطاف ګرو په خدمت کی دی نه د افغانستان او ملت یی.
خپل ظرفیت او ما تخفی الصدور یی دوړه وکړه او تعلیم یافتګان بی تربیه ، کندی ته سقوط یی وکړ ، چی دا خصوصیت، مهلک او تباه کن دی معنی دا چی دا خلک ،دا دکاتره ملی ګټو او امن د ساتنی سره علاقه نلری
الله دی هغه تباه کړی چی د ایرانی کڅوړو په بدل کی دملی ګټو سره معامله وکړه او ملت ته یی لیوان چاغ کړل
د ولسي جرګې غړي وايي، د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د غير مسؤولو وسله والو قومندان علي پور لسګونه ولسي وګړي يرغمل کړي او يو تن يې وژلی دی.
په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو ولايت استازي عبيدالله کليمزي ويلي، د غیر مسؤولو وسله والو مشر علي پور او ملېشې يې په بهسودو ولسوالۍ کې له خلکو سره ظلم زياتی کوي، خلک ځوروي، وژني يې او يرغمل کوي يې.
د عبيدالله کليمزي په وينا د غیر مسؤولو وسله والو دغه مشر شخصي زندانونه لري، اوس يې يو ځل بيا ۲۲ ملکيان یرغمل کړي او يو تن يې وژلی دی.
عبیدالله کليمزي له حکومتي چارواکو غوښتي، چې د علي او د هغه د غیر مسؤولو وسله والو د جرمونو مخنیوی وکړي او نوموړی باید د ملکي خلکو د وژنو په جرم بندي او قانون ته وسپارل شي.