تاند – د حبیب الله کلکاني د بیا ښخولو د پروسې یوه پلوي قوماندان ګل حیدر اخطار ورکړ چې جنرال دوستم دې خپل افراد له شهرآرا تپې څخه ښکته کړي که نه د افرادو جسدونه به یې ور ولېږي.

د سقوي حرکت پلوي فیس بک پاڼه مسعودیان د ګل حیدر له قوله لیکي، «له دوستم څخه غواړم چې ژر تر ژره دې خپل افراد له تپې څخه لیرې کړي، که نه د افرادو جسدونه به یې ور ولېږم.» 14021664_1854649047896279_5582901329838345992_n

بلې خوا ته د جنرال دوستم د پلویانو فیس بک پاڼې بیرلیک ترکستان لیکلي چې، عقب نشیني د هغوی له پاره عیب دی او له خپلې پرېکړې به شا ته نشي. بیرلیک ترکستان لیکلي، «عقب نشیني زمونږ له پاره عیب دی او مونږ له خپل تصمیم څخه چې زمونږ حق دی او مونږ د خپلو تاریخي ځایونو ساتنه کوو.»

بیرلیک ترکستان لیکلي، «که دا وسله وال د شهرآرا د تپې د نښه ویشتونکیو له خوا په نښه شول بیا دې تلویزیونونه د ملکیانو نوم پرې نه ږدي بلکه دا دې ووایي چې یو څو غله او لاره شکوونکي ووژل شول.» بلې خوا ته مسعودیان پاڼه وایي چې د سقوي حرکت یو بل پلوي جنګسالار امان الله ګذر هم له خپلو وسله والو سره د شهرآرا تپې اړخ ته ورسېد. 14141615_1082259645221475_2575450684272533543_n

د سقوي حرکت پلویانو غوښتل چې د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) جسد د کابل ښار په شهرآرا غونډۍ کې ښخ کړي خو د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ ازبک او ترکمن قومونه په یاده تپه د هغه د جسد د ښخولو اجازه نه ورکوي او وایي چې هغه یې د نیکونو بابریانو میراث دی.

په ورته وخت کې د سقاو یوه پلوي وېبلاګ لیکونکي رزاق له جنرال دوستم څخه غوښتنه کړې چې له دې لوبې څخه تېر شي او ویلي دي چې دا یوه بایللې لوبه ده چې د جنرال او د جنبش په تاوان به تمامه شي. نوموړي اخطار ورکړی چې له پنجشېر، بغلان او تخار څخه په زرګونو وسله وال کابل ته په لاره دي. رزاق لیکلي چې دا لوبه هغه پیل شوه چې جنرال دوستم تېره شپه له ولسمشرغني سره ولیدل.

One thought on “قوماندان ګل حیدر: دوستم دې خپل افراد له تپې نه ښکته کړي که نه جسدونه به یې ور ولېږم”
  1. دا مڑوسپکاوئ دا او که ائ درناوئ عجب روواج په افغانستان کی روان ده که چیری نامتو او شه انسان وه هر سوک به دوعا ورته وکوی او که بد انسان وه خپل حساب به خدائ تعالله ته ورکوی بیرته له قبره راکشل او بیا خشول دا کوم فرض سونت واجب عمل خو نده یوه روسوای ده په دونیا کی دیر شه نامتو فرهیز گاره تقوا داره خلق تیر شوی انبیاء واولیاء دی فانی دونیا ته راغلی او بیا نو تول بیرته له خاورو را کاژو او بیابئ خاورو ته. سفارو نور خو مو هر شئ برابر که دا کارونه پاتی وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *