نن د جمعې په ورځ غرمه مهال دزابل دقومي مشرانو هر یوه ښاغلي الحاج معاون سردار محمد غرني، الحاج محمد اسماعیل زابلي، الحاج عبدالجبار ، ملک عبدالغفار اکا، دالمپیک مرستیال یارمحمد خان او دپوهني دریس ښاغلي رحیم
الله لودین په منځګړیتوب ددوو خبریالانو هریو زلمی حلیمي (د ملي تلویزون خبریال) او نجیب الله لودین (دبیان راډیو او دامریکا ږغ اخبار خبریال) ترمنځ یې لفظي شخړه په دوستي واړول.

یاده شخړه ددغه دوه خبریالانو ترمنځ تیره ورځ دزابل دملي راډیو تلویزون په انګړ کې رامنځ ته شوې وه چی د دغه قومي مشرانو لخوا څخه نن سهار دزلمي حلیمي په کور کې حل شول او دزلمي حلیمي او دهغه دګران پلار ښاغلي معلم
محمد رحیم لخوا څخه ښاغلي نجیب لودین وبخښل شو.

د ښاغلي زلمي حلیمي پلار دمرکې مشرانو ته وویل چی دنوموړي او دهغه د زوی ښاغلي زلمي حلیمي لخوا څخه نجیب الله لودین يې بخښلی او نور دغه ستونزه هواره شوې ده.

هغه وايې چي دورونو ترمنځ هم شخړه راځي خو خلګ باید ددې پرځای چي ورته دپاي ټکی کښیږدي، نوره يې باید اوږده نکړي، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چی موږ او تاسو ددغه ولایت اوسیدونکې یو او باید یودبل سره دورورګلوي په فضا کې ژوند وکړو.

وروسته بیا دمرکې مشرانو زلمی حلیمي او نجیب الله لودین یوبل ته دروغبړ کولو دپاره وربلل او دزلمي حليمي په خبره چي نجیب الله لودین يې ورور ده او هغه نور بخښلی ده.

باید یادونه وکړم چي زه خپله پدغه مرکې کې ناست وم او ځیني خبریالان ددې پرځای چې دغه ستونزه حل کړي ، نور يې هم غځوي.

زه خپله دزابل دژورنالستانو دموقتي ټولني مشر په توګه دژورنالستانو ترمنځ نفاق اچونکي ژورنالستان په سیمه کې دتاوتریخوا په رامنځ ته کولو کې ګرم بولم ځکه دوی دیوشمیر کړیو په مستقیمه لارښوونه دټولني دستونزو دلمنځه
وړلو پرځای په په ټولنه کې ستونزي زیږوي.

باید دټولو رسنیو څخه غوښتنه وکړم چي په زابل کې دژورنالستانو په نوم هیڅ رسمي ټولنه نشته او هرڅوک چې يې دعوه کوي باید خپل اسناد روښانه کړي او نه هم دژورنالستانو په نوم کومه ټولنه جوړه شوې ده.
په زابل کې دژورنالستانو خپل منځي ستونزي ددې لامل شوی ده چې ژورنالستان په بیلابیلو ډلو ویشل شوي دي .

انشا الله ! ډیر ژر به دزابل دژورنالستانو ترمنځ همږغي رامنځ ته کړم او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې به دژورنالستانو ترمنځ ټاکني ترسره کړو او نور باید دژورنالستانو په نوم بوش بازار بند شي.

یادونه: دزابل دټولو امنیتي چارواکو، قومي مشرانو او په خاص ډول دقدرمند او مهربانه والي صیب استاد الحاج محمد اشرف ناصري څخه باید مننه وکړم چی د دوو خبریالانو ترمنځ يې شخړه پای ته ورسول.

احمدولي سرحدي
دزابل دژورنالستانو دټولني موقت ریس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *