د لبنان نامتو فلسفي ادیب، شاعر او لیکوال خلیل جبران د ((قومونو فلسفه)) تر عنوان لاندې د قوم پر موضوع علمي او فکري بحث کوي خو فلسفي او ادبي صبغه یې له نورو هغو پیاوړې ده. جبران قوم د بېلا بېلو اخلاقو، عقیدو او افکارو لرونکو وګړو هغه ټولګه بولي چې له یو بل سره د معنوي اړیکې په تار تړلي وي. له دې لنډ تعریف وروسته د لبنان دا تکړه لیکوال د عارفانه تجاهل په لاره تللی او پوښتنه یې کړې چې دا معنوي اړیکه څه ده؟ د مقالې لویه برخه د همدې پوښتنې ځواب نیولې ده. د پوښتنې په ځواب کې نوموړي په دې اړه دود فکرونه را اخیستي، او په پای کې يې خپل ځانګړی فلسفي او ادبي ځواب وړاندې کړی، او هڅه یې کړې چې په علمي ګرداب کې نښتې دا کښتۍ د خپل استدلال په څپو تر ساحل پورې ورسوي. نوموړی قوم او قبیله اجتماعي نفس بولي او د نورو مفکرینو برعکس نوموړی د خپل نظر پر سموالي ټینګار هم لري. خلیل د اجتماعي نفس اصطلاح له فردي نفس سره پرتله کوي او وايي: 

((ما ویلي او سم مې ویلي چې اجتماعي نفس یو ځانګړی ژوند لري او لکه څرنګه چې د هر ساکښ یو ټاکلی عمر وي په همدې ډول د اجتماعي نفس لپاره هم یو وخت وي.)) 

فکر کوم نوموړي په دې ځای کې د حقوقو او فقهې مشترکه د ((حقوقي شخصیت)) قاعده را پور کړې، او د قوم ژوند او فطرت یې د انسان له ژوند او فطرت سره تشبیه کړی. په دې ځای کې د خپل تفکر او تعقل کچکول یو ځل بیا جبران ته نیسو: 

((او لکه څرنګه چې شخصي وجود له ماشومتوبه تر ځوانۍ، له ځوانۍ تر پوخوالي او له پوخوالي تر زړښته پورې له بېلا بېلو پړاوونو تېرېږي، په همدې ډول د ټولنیز نفس وجود هم د خوب له بوج څخه وارخطا سهار را پاڅېږي؛ ورپسې د لمر له وړانګو څخه د غرمې تر رڼا پورې یون کوي او د بېزارۍ په جامو کې د ماښام تر را ښکاره کېدو پورې روان وي؛ په پای کې د شپې په چوپتیا کې د خوب ژورتیا ته ورسېږي.))

جبران په دې څو ټکو کې د قومونو د عروج او زوال نظریه په ډېر لوړ ادبي او فکري ډول را ټوله کړې او خلاصه کړې ده. دا حقیقت دی چې د هر قوم ژوند د یوه انسان په څېر دی چې د ماشومتوب له پړاو څخه خپل ژوند پیلوي، بلوغت ته رسېږي، عقل يې پخېږي، د تجاربو پېټی یې درنېږي، او پای کې زړېږي، نابودېږي او له منځه ځي. 

نن ورځ هغه ملتونه چې موږ یې پرمختللي او ((First World Nations)) یې بولو، هماغه ملتونه دي چې د بلوغت په پړاو کې دي، عقلونه یې پاخه دي، د پېړیو پېړیو له تجاربو، ماتو، بریاوو، اتلولیو، افسانو، اساطیرو، علومو او افکارو څخه یې ګټه اخیستي او نن ورځ په هر ډګر کې د الګو درجې ته رسېدلي ملتونه دي. 

د دې برعکس، وروسته پاتې ټولنې هغه دي چې یا د ماشومتوب په پړاو کې دي، او یا یې هم د خپل عروج دور تېر کړی او دا مهال خپلې وروستۍ سلګې وهي او د خپل مرګ شېبې شمېري. په دې دوو ډلو کې زموږ ټولنه د لومړنې ډلې له ټولنو څخه ده. هو، زموږ قوم لا هم ماشوم دی او د ژوند ډېری لوړې ژورې يې لا نه دي لیدلې. 

زموږ قوم د ښه ترا پېژندو په پار یو ماشوم او زموږ قوم په تقابل کې ودروئ او پرتله یې کړئ. توپیر به یې ډېر کم خو ورته ټکي به یې ډېر زیات په لاس درشي. په دې ځای کې ښه ده چې همداسې څو ټکو ته لنډه اشاره وکړو: 

یو، زموږ قوم خپل ګټه او تاوان لا هم په حقیقي ډول نه دي پېژندلي؛ د تاوان او ګټې ترمنځ توپیر نه شي کولی؛ کوم تاوان ډېر لوی دی او کوم یو تر هاغه بل کم دی؛ کوم څه ډېر ګټور دي، په کوم شي کې کمه ګټه ده؛ د قومونو د عروج لپاره لنډمهاله ګټه ارزښناکه ده او که د اوږدمهاله زیان اغېزناکتیا زیاته ده؛ په دې موضوعاتو کې زموږ قوم ماشوم دی. که په دې برخه کې له دې قوم څخه کومه تېروتنه کېږي، نو ملامتول به یې زیاتی وي، ځکه ماشوم ((رفع القلم)) دی. 

دوه،  ماشوم ته دا مهم نه وي چې شیریني څوک ورکوي له همدې موږ ماشوم ته دا لارښوونه نه کوو چې شیریني مه خوره، خو دا خبره هره مسؤلیت منونکې کورنۍ خپل ماشوم ته کوي چې: ((ګوره؛ له هر چا څخه شیریني مه اخله!)) زموږ قوم هم همداسې دی، کله چې شیریني وویني نو سترګې يې پټې شي او هغه لاس ته یې پام نه وي چې دا شیریني څوک ورکوي! او کله چې خبرېږي نو هله اوبه له ورخه تېرې وي. زموږ په ټولنه کې ډېری هغه مشران چې نن موږ خپل مشران ټاکلي، هغه څوک دي چې موږ یې سم نه پېژنو، له ژوند څخه یې هېڅ خبر اتر نه لرو، خو تر شا ورپسې ولاړ یو، ځکه کېدای شي یوه مشر به د وطن پالنې نعره پورته کړې وي، بل به یې د ملتپانې په شعارونو ستونی په درد کړی وي، او بل یو به د مذهب ترویج خپله اساسي او بنسټیزه دنده را پېژني، او موږ هم بې له دې چې د دې اشخاصو په هکله څېړنه او پلټنه وکړو، د دوی غږونه بدرګه کوو، ځکه د وطن پالنې، ملتپالنې او مذهبي دودتیا خبرې ډېرې خوږې لګي او موږ ته ډېر ارزښت لري. دا رښتیا ده چې موږ د نعرو او شعارونو خلک یو. هغه څوک چې د یو چا تر مشرۍ لاندې را غونډ شوي وي، که له هغو پوښتنه وکړئ چې آیا دا نفر پېژنئ هم که نه؟ نو دوی به سمدلاسه درته ووايي: موږ ته دا هېڅ مهمه نه ده چې دی څوک دی او څه کاره دی؟ خو شیریني يې ډېره ښه ده او زموږ خو له شیریني سره کار دی! 

درې، ماشوم یو عادت لري که مو دا خبره زړه ته نه لوېږي په کور کې يې په خپل ماشوم تجربه کړئ. که ورته ووایئ چې بوره غواړې که مالګه؟ دی به وايي مالګه. او که بوره وروسته یاده کړې نو بیا به بوره درته وايي. هدف دا دی چې ماشوم هغه څوک دی چې موږ یې غواړو چې هغسې اوسي؛ ماشوم هغه څه کوي چې موږ یې ورباندې کوو؛ ماشوم هغه څه غواړي چې موږ یې ورته غواړو. په خپله په مسایلو د فکر او غور کولو وس او توان ورسره نه وي، ځکه بالغ شوی نه وي او عقل یې لا خام وي. آیا دا ځانګړنه مو په خپل قوم کې نه ده ترسترګو شوې؟ ډاډه یم چې ځواب به مو ((هو)) وي.  

د خپل قوم او ماشوم د پرتله ییزې کتنې او څېړنې لپاره پاتې فکري کار د کورنۍ دندې په توګه تاسو ته پرېږدم. او په پای کې د خپلې لیکنې اصلي موخه په دوو ټکو کې راټولوم چې زموږ ټولنه لا هم ماشومه ده او د بلوغت پړاو ته نه ده رسېدلې. د یوې بالغې او په عقل پخې ټولنې په هیله! 

2 thoughts on “قوم | لیکوال: رحمت شاه فراز”
  1. دا نو ستاسو کورنۍ دنده ده! جار مو شم! او ځینې وختونه تکرار هم مفید وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *