الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي: ولقد کرمنا بنی ادم: ما بهتري ورکړې بني ادم ته، په بني ادم کې ټول انسانان راځي، یوازې یو ملت اویو قوم ته منسوبه خبره نه ده.
رښتیا چې تور د سپین او سپین له تور سره توپیر نه لري. د شخصیت په لحاظ علم او د فوقیت په لحاظ تقوا مهمه ده.
ځینې خلک په خپل قوم د دې لپاره افتخار کوي، چې ځان ته د نورو په لحاظ برتري ورکړي، چې دا یوه لویه تیروتنه ده او که چېرې یو څوک د خپل قوم او ریښې یادونه د دې لپاره وکړي، چې د شجرې سلسله یې هیره نه شي، دا بیا هیڅ پروا نه کوي.
د ملتپالنې مفکوره په عام ډول او د قومپالنې مفکوره په خاص ډول په نورې نړۍ کې هم شته.
دې مفکورې ته نشنلیزم nasnilisim وایي، نورې نړۍ کې دوه ډوله: مثبته ملتپالنه(positive nasnilisim) او منفي ملتپالنه(nagitive nasnilisim)موجوده ده.
په مثبتې ملتپالنې کې یومشر د خپل قوم پواسطه ځان یو ځای ته رسوي او بیا بیرته خپل قوم ته خدمتونه کوي، خو په منفي ملتپالنې کې یومشر د خپل قوم پواسطه ځان یو ځای ته رسوي او بیا بیرته د خپل قوم په سترګو کې خاورې اچوي او هیڅ ډول خدمت یې نه کوي.
نو د مثبتې او منفي ملتپالنې مفکوره بده مفکوره ده، په کومو نظامونو کې چې دا نظریات وي، هلته بیا حق حقدار ته نه ورکول کېږي.
دا مفکوره په هغو ټولنو کې زیاته وي، چیرته چې د علم او پوهې کچه ټیټه وي، چې بدبختانه دلته هم دا مفکوره شته ده، او د بې اتفاقۍ سبب هم ګرځیدلی دی.
زه افغان یم، که پښتو، فارسوان او نور …. نه یم، دا زما ملامتي او ناپوهي نه ده.
د دنیا په هر قوم کې ذکاوت، استعداد، پوهې او نورو …. ته ارزښت ورکول کېږي، ځکه هلته د قوم پالنې مفکوره نشته، خو دلته برعکس دی، چې بیا د بې عدالتي سبب ګرځي.
قسم په الله تعالی داسې نااهله خلک مې په لوړو مقامونو کې ولیدل، چې د قومپالنې پواسطه دې حد ته رسېدلي دي، چې ډېر ټيټ او پست خلک ورته ویلای شو.
دغه مفکوره نن په ډېرو خلکو کې شته ده.
یوه ورځ له کابله په موټر کې روان وم، خوا کې مې یو مشر او تحصیل کوونکی سړی ناست و، دی د کامې و، ما ته یې وایل: موسی شفیق د افغانستان صدراعظم و، کامې ته یې هیڅ خدمت ونه کاوه.
ما ورته په ځواب کې وویل: موسی شفیق یوازې د ننګرهار صدراعظم نه و، هغه د ټول افغانستان صداعظم و.
دلته له ډېر پخوا څخه دغه مفکوره او نظریه موجوده وه، ډېر لیکوالان، شاعران او پوه خلک مو دغه مفکوره درلوده، څوک چې داسې مفکوره ولري، هیڅکله نړیوال شهرت نه شي پیدا کولای.
زموږ د بلخ مشهور شاعر مولانا جلال الدین بلخي، چې کله وفات شو، د دې په جنازه کې مسلمانان، هندوان، عیسویان او نورو …. دینونو خلک موجود وو، دې نړیواله مفکوره درلوده، او هیڅکله یې خپل قوم ته پر نورو برتري نه ورکوله.
دده په ټول دیوان کې به د نمونې په ډول داسې یو مثال پیدا نه کړو، چې نشنلیستي نظریات پکې وي.همدارنګه د روسي ژبې تولستوی، د فرانسوي ژبې ویکتور هوګو هم د ملتپالنې مفکوره نه درولوده.
ویکتور هوګو دحضرت محمد(ص)په نامه یوه مقاله لیکلې ده، که سړی یې ولولي، داسې فکر به وکړي، چې دی مسلمان و، چې حقیقت داسې نه و.
دا چې موږ او تاسې په افغانستان کې ژوند کوو، نو هیڅ افغان له بل افغان زیات نه دی او هیڅ افغان له بل افغان کم نه دی.
لویوالی او وړوکی والی د علم او تقوا پر بنسټ دی.
دلته د قومپالنې مفکوره خپل اوج ته رسیدلې ده او د ملک د بدبختي، بې عدالتي او نامساوات لامل ګرځیدلی دی.
یو شاعر وایي:
بنی ادم اعضای یک دیګر اند
که در افرینش زیک ګوهر اند
اګر عضوی را به درد اورد روزګار
دیګر عضوهارا نماند قرار
توکز محنتی دیګران بی غمی
نشاید که نامت نهند ادمی
پورته شعر کې د ( ولقد کرمنا بني ادم) مفهوم پروت دی او د قومپالنې ضد مفکوره پکې پرته ده.
د انسانانو لپاره د بهترۍ لامل علم او تقوا دی، یوازې په انسانانو کې نه بلکې په حیواناتو کې هم د بهترۍ لپاره یو اصل موجود وي.
په غواګانو کې بهتره غوا هغه ده، چې ښې او ډېرې شیدې کوي او خپل خاوند ته په خپل وخت نسل ورکړي.
د یو باغبان لپاره په باغ کې ښې ونې هغه دي، چې ښې او ډېرې میوې ورکوي، په همدې باغ کې د ګلانو بهتر بوټی هغه دی، چې ښکلی رنګ او بوی ولري.
یو شاعر وایي :
هر انسان ته د انسان په نظر ګوره
هر سړي ته د خپل ځان په نظر ګوره
حدیث دپیغمر(ص)دی: هغه څه چې ځان ته خوښوې، بل ته یې هم خوښ کړه.
ای په دې رنځ اخته مریضانو! ستاسو درملنه ډاکټران نه شي کولای، ځکه هغوی هم په دې رنځ اخته دي، خو ستاسو څخه هیله کوم، چې زما د خبرو په اړه فکر وکړئ او خپله درملنه پخپله وکړئ.