په لرغونو زمانو کې له يو ځای څخه بل ځای ته د توکو لیږد ډيرې ستونزې لرلې. سوداګرو په وحشي حيواناتو توکي له يو ځای څخه بل ځای ته ليږدول. په سمندرونو کې داسې بيړۍ وې چې د باد په وسيله يې خوځښت کاو، چې ډيري وخت به يې د هوا د ښه والي لپاره انتظار کاو، سړکونه نه وو. د دې تر څنګ چې د ليږد وسايل سست ول، خوندي هم نه ول نو له همدې کبله د توکو ليږد له يو ځای څخه بل ځای ته ستونزمن و. که په کوم هيواد کې لوږه راتله نو د بل هيواد خلکو ورسره مرسته نه شوای کولای .په نړۍ کې د نويو پرمختګونو سره نه يوازې دا چې د توکو په توليد کې زياتوالی راغی بلکې د ليږد وسايلو هم پرمختګ موندلى دى.پخوا به چې کوم واټن په څو ورځو کې وهل کيده اوسمهال په ورځ يا څو ګړيو کې تر سره کيږي.د نويو وسايلو په رامنځته کيدو سره انسان په دې وتوانيد، هغه ستونزې چې د ليږد راليږد په برخه کې وې له منځه يوسي،له توليدونکو څخه توکي په اسانۍ مصرفونکو ته ورسوي. که توکي د نړۍ په هر ګوټ کې توليد شي. په اسانۍ د نړۍ بلې برخې ته ليږدول کيږي.د لیږد رالیږد وسايل د هيوادونو په صنعتي ،سوداګريز او کرنيزو پرمختګونو کې اساسي ونډه لري. د لیږد رالیږد يوه ښه وسيله لاندې ځانګړتياوې لري:
I. هوسا: د لیږد رالیږد وسيله بايد ارامه او د سفر لپاره ستړې کوونکې نه وي.
II. خوندي: د ليږد رالیږد وسيله بايد خوندي وي يانې په خوندي ډول بايد توکي او انسانان له يو ځای څخه بل ځای ته وليږدوي.
III. ګړندۍ:د ليږد رالیږد وسيله بايد ګړندۍ هم وي ځکه اوسمهال د وخت اهميت لا ډير شوى تر څو د خلکو په وخت کې سپما رامنځته شي.IV. پراخه:د ليږد،رالیږد وسيله بايد پراخه وي تر څو ډير توکي په مناسب قيمت وليږدوي او د خلکو ستونزې حل کړي.
V. روان: د ليږد رالیږد وسيله بايد هر وخت روانه وي یانې خنډ ونه لري تر څو کاروبار اغيزمن نکړي او هر وخت چې وغواړي تر لاسه يې کړي.
که نړۍ ته ځیر شو نو وبه ګورو چې درې ډوله لیږد شتون لري چې عبارت دي له :1-ځمکنۍ 2-اوبنی 3-هوايي، چې هر يو يې په ترتيب سره تر څيړنې لاندې نيسو:
1-ځمکنۍ: هغه وسيلې چې توکي د ځمکې پر مخ له يو ځای څخه بل ځای ته ليږدوي،ځمکنى ټرانسپورټ بلل کيږي. له ځمکني ټرانسپورټ څخه له ډيرې لرغونې وخت راهيسې کار اخېستل کيږي. هغه وسايلو چې د تاريخ په اوږدو کې د ځمکني ټرانسپورټ دنده تر سره کړې په لاندې ډول دي:
A. بشر يا انسان: هر هغه انسان چې توکي له يو ځايه بل ځای ته ليږدوي جوالي بلل کيږي. جوالي د ژوند په لومړيو وختونو کې ډير اهميت لرلو چې اوس هم د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې د توکو په ليږد کې له جوالي کار اخيستل کيږي.له جوالي څخه ډيرى وخت په هغو سيمو کار اخېستل کيږي چې ګڼه ګوڼه پکې ډيره وي. له بلې خوا له جوالي څخه هغه وخت هم کار اخېستل کيږي چې د توکو د ليږد واټن لږ وي.
B. ځناور: د نړۍ په ځينو هيوادونو کې ځناور هم د ليږد د وسيلې په توګه کارول کيږي، چې د ځناورو کارول په دوو بڼو صورت نيسي:په لومړۍ بڼه کې د ځناور په شاه توکي لېږدول کېږي. په دويمه بڼه کې لومړي په ځناور پسې يو څيز تړي په تړل شوي څيز کې توکي اچوي او ځانګړي ځای ته يې ليږدوي چې په دې بڼه کې ځناور تر سلو کيلو ګرامو ډير توکي ليږدوي چې دا ډول ټرانسپورټ په ډیری کلیو او بانډو کې ډير کاريږي او ګټور هم دی.
C. لارۍ او وېګن: لارۍ او وېګن د ساينسي پرمختګ لاسته راوړنه ده. د لارۍ او ويګن په رامنځته کيدو سره د توليدونکو او مصرفونکو تر منځ واټن تقریبا بیخي له منځه ولاړ،ځکه د لارۍ او ويګن په وسيله مونږ کولای شو په ډيره پيمانه توکي له يو ځايه بل ځای ته وليږدو.د ليږد دغه وسيله له اورګاډي هم بهتره ده ځکه د لارۍ او ويګن په وسيله مونږ کولای شو توکي د پلورنکي تر هټۍ ورسوو حال دا چې اورګاډي توکي يوازې تر خپل تمځي پورې وړي.لوی کاروبار لرونکو خلکو د خپلو توکو د ليږد لپاره لارۍ او ويګنې رانيولې دي، تر څو له يوې خوا د ليږد راليږد له لګښتونو څخه خلاص او له بلې خوا توکي په خپل وخت وليږدوي.
D. اورګاډي: د بړاسي ماشين په رامنځته کيدو سره اورګاډی هم رامنځته شو چې اوسنيو وختونو کې د ليږد له لويو وسيلو څخه شميرل کيږي.د اورګاډي د چلولو لپاره اوسپنيزو لارو ته اړتيا ده چې د دغو اوسپنيزو لارو جوړول پر هواره ځمکه اسان دي خو په غرونو او جګو ځايونو کې ډير سخت او له خطر نه ډک کار دی.
E. نل لیکه (پايپ لاين): نل لیکه د اوبلنو غازي توکو يانې ګيس،تيلو د ليږد تر ټولو بهترينه وسيله ده ځکه د نل ليکې په وسيله مونږ په اسانۍ سره مايع توکي له يو ځای څخه بل ځای ته ليږدولای شو. د نل ليکې لپاره سړک ته اړتيا نشته ،په هررنګه هوا کې ليږد صورت نيسي، د ليږد يو ګړندۍ وسيله ده چې د مايع توکو په ليږد کې ځانکړی اقتصادي اهميت لري.
F. پوسټ خونې: د پوسټ خونو په وسيله هم مونږ د ليږد ځينې چوپړتياوې تر سره کوو.چې د پارسلونو په وسيله توکي له يوه ځايه بل ځای ته توکي ليږدوي.
o اوبنى ټرانسپورټ:هغه وسايل چې توکي په اوبو کې ليږدوي د اوبني ټرانسپورټ په نامه ياديږي.په دغه ډول ټرانسپورټ کې له لويو ، کوچنيو بيړيو او اوبتلونو څخه کار اخېستل کيږي چې توکي په ډيره پيمانه له يو ځای څخه بل ځای ته په مناسب قيمت او خوندي ډول ليږدوي.
o هوايي ټرانسپورټ:هغه ټرانسپورټ چې توکي د هوا له لارې له يوه ځايه بل ځای ته ليږدوي د هوايي ټرانسپورټ په نامه ياديږي. د ژوند په لومړيو وختونو کې يوازې انسانانو له هوايي ټرانسپورټ څخه کار اخېست ليکن د وخت په تيريدو د توکو د ليږد لپاره هم کارول کيږي چې د ليږد تر ټولو ګړندۍ وسيله ده. د قيمت په لحاظ تر ټولو لوړ قيمت لري ليکن د قيمتي توکو د ليږد لپاره بهترينه وسيله ده.
د هېواد ځمکنۍ ټرانسپورټ
د افغانستان جغرافيوي موقعيت په نظر کې نيولو سره د اسيا د لويې وچې په مرکز کې پروت هيواد دی چې له ډيرو لرغونو زمانو راهيسي د ختيز او لويديز په سوداګرۍ کې اړينه ونډه لري. له ميلاد څخه څلور پيړۍ د مخه د سکندر په وخت کې د هند او يونان ترمنځ سوداګري د افغانستان له لارې تر سره کيده. افغانستان ديونانيانو او باختري شاهانو په وخت کې د سوداګرۍ په برخه کې ځانګړي اهميت درلود. بلخ د وريښمو او مساله جاتو د لارو په مرکز کې پروت و او دغه ښار د چېنايي او هندي توکو د تبادلې مرکز هم و همدرانګه د وريښمو لار چې ختيز يې له لويديز سره نښلاو زموږ له هيواده تيريده چې هغه مهال وريښمو ډير ارزښت درلود او له همدې لارې د هيواد توليدات د ختيز او لويديز بازارونو ته ليږدول کيدل.د افغانستان دغه سوداګريز اهميت د چنګيز يرغل ،په اروپا کې د وريښمو د چېنجيو روزنې دود، همدارنګه په اروپا کې د بحري لارو کشفولو او عصري وسايلو رامنځته کولو اغيزمن کړ.تر اوسه چې په نړۍ کې کوم اقتصادي پرمختګونه رامنځته شوي يو عامل يې ټرانسپورټي وسايل دي.په افغانستان کې تر کال 1930 ميلادي پورې د توکو ليږد راليږد د حيواناتو له لارې ترسره کیده خو کله چې نړۍ د پرمختګ څوکو ته ورسيده په افغانستان کې هم د ټرانسپورټ په برخه کې يو شمير پرمختګونه رامنځيته شول.په هیواد کې د ټراسپورټ له دریو ډولونو څخه دوه ډوله ځمکنۍ او هوايي ټرانسپورټ شتون لري اوبنۍ ټرانسپورټ ځکه په افغانستان کې شتون نه لري ځکه افغانستان له یوې خوا بحر ته لار نه لري له بلې خوا د هیواد سیندونه ډير تیز او تیږې لري چې بیړۍ چلولو ته مناسب نه دي نو ځکه افغانستان اوبنۍ ټرانسپورټ نه لري چې دا دوه نور ډولونه یې تر څيړنې لاندې نیسو:
ځمکنۍ ټرانسپورټ : لکه څرنګه مو چې وړاندې یادونه کړه چې په افغانستان کې تر 1920 زیږدیز کال پورې له حیواناتو څخه د توکو په لیږد او رالیږد کې ګټه پورته کیده.
دامير عبدالرحمان خان تر دورې پورې په افغانستان کې سوداګري د باري څارويو(اوښ،اس،خر،کچر)په وسيله تر سره کيده. د هيواد پراخو دښتو او دنګو غرونو د توکو وړل او راوړل ستونزمن کړي ول. ولې د نولسمې پيړۍ په وروستيو کې د لويو ټرانسپورټي لارو او د ريل پټليو غځولو پراختيا او جوړونه د روسانو په وسيله په مرکزي اسيا کې او د بريتانويانو له خوا د هند نيمې وچې د پنجاب (پاکستان) کې د انسانانو او سوداګريزو توکو وړل او راوړل اسانه او د سوداګرۍ بڼې ته بدلون ورکړ. دغه بدلون د افغانستان د خلکو لپاره ډيرې ناوړې اغيزي پريښوولې په داسې ډول سره چې افغانستان د روس او انګليس تر منځ د لويې لوبې((Great Game په ميدان بدل شو. په پايله کې د ډيورنډ کرښې افغانستان له بريتانوي هند څخه جلا کړ. په حقيقت کې دغې کرښې د هيواد ولايتونه او قبايل له يو بل څخه جلا کړل او زيات شمير قبايل يې د کورنۍ جګړې، سوداګرۍ او قاچاق په موخه مصروف وساتل. د بريتانيې د سياست ښه بيلګه” بېل يې کړه ايل يې کړه. ״ له بلې خوا دغه لويې لارې د اړوندو هيوادنو او قبايلو لپاره يې د سوداګرۍ او زياتې ګټې اخيستنې شونتیا رامنځته کولو . د هيواد پخوانيو پاچاهانو لکه امير عبدالرحمان خان،حبيب الله خان او غازي شاه امان الله خان سره له دې چې غوښتل يې افغانستان د سوداګرۍ له لارې په يوه متمدن هيواد باندې بدل کړي،مګر د لويو لارو او د ريل د کرښو له پراخيدو سره چې هيواد يې له استعمارګرو ګاونډيانو روس او انګليس سره وصل کاو ډډه کوله.
امير عبدالرحمان خان ويل:افغانستان يو وزګوړي ته پاتې کيږي چې زمري او خرس دواړو هغه ته د حرص سترګې نيولي دي. دا ويره ددې لامل شوه چې افغانستان د ښو ټرانسپورټي لارو او د ريل د کرښې له لرلو څخه بې برخې پاتې شو.حال دا چې نړۍ د تمدن لوړې پوړۍ ته رسيدلې وه ولې تر اوسه پورې اس ،خر او اوښ د ډيرو ښو ټرانسپورټي وسيلو په څير د هيواد په ډيرو سيمو کې ګڼل کيږي.له 1950-1970ميلادي کلونو کې افغانستان د يوې پخې حلقوي لارې څښتن شو چې هيواد يې په چمن ،کندهار او تورخم کې له خیبر پښتونخوا سره ،د هرات له لارې ترکمنستان او ايران سره او په بلخ کې د حيراتان بندر او په کندوز کې د شيرخان بندر له لارې له پخواني شوروي اتحاد سره ونښلاو . د کابل -کندهار لويه لار د امريکا متحده ايالاتو په مرسته او د سالنګ مشهوره لويه لار د پخواني شوروي اتحاد په مالي او تخنيکي مرسته جوړې شوې.روسيې د ننګرهار ـ کابل او کندهارـتور غونډۍ لويو لارو په جوړولو کې هم اساسي رول درلود.افغانستان يو غرنى او په وچه پورې تړلې هيواد دى چې له بهرنۍ نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره د ګاونډيو هيوادونو مرستې ته سخته اړتيا لري.
له 1920ميلادي کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هېوادونو ته صادرول.په 1920ميلادي کال کې د بريتانيې د همکارۍ نه کولو په دليل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوري د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي. په هغه وخت کې افغانستان په دې بريالۍ شو تر څو د سوداګرۍ تړون له روسيې سره لاسليک کړي چې د هغې له مخې دا هيواد کولای شي خپل سوداګريز توکي پرته له ګمرکي محصول څخه د شوروي اتحاد د جمهوريتونو له لارې بهرنۍ نړۍ ته وليږدوي. په پايله کې د افغانستان ترانزيټي لارو د هرات په شمال کې د تور غونډۍ ،بندر،حيراتان په بلخ کې او شيرخان بندر په کندوز کې پراختيا پيدا کړه او زيات افغاني سوداګريز توکي د دغو پولو له لارې او د شوروي اتحاد په اور ګاډو کې اروپا ته رسيدل. د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنه له رامنځته کيدو سره دغه سوداګريزې اړيکې له زياتو ستونزو سره مخ شوې. دغه ستونزې وروسته له دې چې طالبانو د هيواد شمال سيمې تر کنټرول لاندې راوستلې لاډیر جدي شوې. د شپېتمې ميلادي لسيزې په کلونو کې افغانستان د سوداګرۍ يو ټرانزيټي تړون د پاکستان له هيواد سره لاسليک کړ چې د هغه له مخې افغاني سوداګريز توکي د کراچۍ د بندر له لارې او د پاکستان له خاورې څخه په تيريدو، پرته له ګمرکي محصول څخه افغانستان ته واردات وکړي او د هيواد صادراتي توکي نورې نړۍ ته له همدې لارې صادر کړي.له دويمې نړيوالې جګړي څخه وروسته کله چې د لويې لوبې ځای (سړې جګړې) ونيو افغانستان له پاکستان سره ډيرې ستونزې پيدا کړې، چې په پايله کې د دواړو هېوادونو سوداګريزو اړيکو ښه پرمختګ ونکړ. د پښتونستان او ډيورنډ د کرښې مساله ددې لامل شو چې افغانستان ډير په روسيې تکيه وکړي. روسيانو د هند سمندر ګرمو اوبو ته د رسيدو په موخه د افغانستان د لويو لارو په جوړولو کې مرسته وکړه.امريکايانو چې غوښتل يې د روسيانو نفوذ د هندوکش د غرونو په حدودو کې وساتي،د کابل ـ کندهار لويه لاريې جوړه کړه.سردار محمد داود خان غوښتل چې په هيواد کې د روسيانونفوذ را کم کړي نود ايران له پاچاهانو سره يې ډيرې نژدي اړېکي رامنځته کړل.په 1974کال کې ايران او افغانستان د تزانزيټ د سوداګريز تړون لاسليک کړ.دغه تړون افغاني سوداګرو ته اجازه ورکړه تر څو په اسلام کلا او مشهد کې د وراغو له پولو او بندر عباس له لارې د فارس خليج ته ورسيږي او خپل سوداګريز توکي له دې لارې د خليج هيوادنو ته وليږدوي. په 1975 ميلادي کال کې د ايران پاچا له بندر عباس څخه تر کابله پورې د اورګاډي پټلۍ د غځولو په موخه (2بيلونه)امريکايي ډالرو ژمنه وکړه. دغه پټلۍ يا کرښه له غزني ولايت څخه تيريدله او ايران يې له کابل سره وصلاو. دا هغه ژمنه وه چې هيڅ کله پوره نه شوه ځکه 1979ميلادي کال کې روسيانو افغانستان اشغال کړ.نور نو نه شهيد سردار محمد داود خان په افغانستان کې او نه هم د ايران پاچا په ايران کې واکمن پاتې شول. د ايران د پاچاهاۍ نظام د امام خميني تر لار ښوونې لاندې د اسلامي اوښتون په وسيله رانسکور شو. په پايله کې يې له غربي ګاونډي سره هم سوداګرۍ پراخيدو امکان پيدا نکړ. دغه بهير د جګړو په کلونو کې بدلون وکړ.په داسې ډول سره چې دسوداګريزو اړيکو انډول په بشپړه توګه بدلون پيدا کړ. نور د هيواد په سوداګرۍ کې د شمال ګاونډيانو رول هغومره نه و چې له ختيزواو لويديزو هيوادونوسره يې پيدا کړ. پاکستان د ميلونو افغان کډوالو په منلو سره اودې کډوالو ته د اقتصادي کړنو په اجازت ورکول سره د افغانستان په سوداګرۍ کې اساسي رول پيدا کړ. که څه هم په دغې موده کې پاکستان د ترانزيټ سوداګري د تړون مراعت نه کاواو د خوراکي توکو صادرول يې له پاکستان څخه افغانستان ته منع کړه، ولې بيا هم دغه هيواد تل د افغانستان لپاره د يوازينۍ سوداګريزې لارې په توګه پاتې شو.
په هیواد کې د لوی لارې اړیکې هم نامناسبې دي په ټول هیواد 21000 کیلو متره سړکونو جوړ شوی دي چې له دې جملې 2800 کیلو متره اسفالت شوی او نور ې خاورینې دي. د افغانستان د ټولګټو وزارت د 1386 استراتیژی له مخې د افغانستان سړکونه په دریو برخو وویشل شول سیمه اییزسړکونه،ملي سړکونه او ولایتي سړکونه. په هیواد کې ځينې لوی لارې چې د هیواد په ټراسپورټي سیستم کې مهم رول لري په لاندې ډول دي:
د هیواد حلقوي سړک : ددې پروژې ټول اوږدوالی 3360 کیلو متره دی چې د هیواد له 16 ولایتونو سره نښلوي دا پروژه له کابله پيل د ولایات پروان، بغلان، سمنگان، بلخ، شبرغان، میمنه، بادغیس، هرات، فراه، هلمند، قندهار، غزنی او میدان وردک د حلقې په بڼه بیرته کابل سره نښلول کيږي او دا سړک نهه سرحدی څانګې لري. دا سړک د پلخمري په ښار کې د پلخمری قندز سره په شیرخان بندر کې تړي چې له تاجکستان سره سرحد لري په مزار شریف کې له حیرتانو سره چې له ازبکستان سره نښلول شوی په شبرغان کې د اقینې له سړک سره یو ځای کيږي ترکمنستان سره نښلول کيږي کله چې هرات ته رسیږي له اسلام قلعه سره نښلول کيږي چې د ترکمنستان یو ځای کيږي او په هرات کې د قلعه نو سره ایران نښلول کيږي.
په فراه کې د بکوا دلارام 515 کیلو مترو سره زرنح ګلبهار سره نښلوي.په کندهار کې د کندهار سپين بولدک سره نښلول کيږي د سپين بولدک له چمن سره نښلول کيږي.د کابل په ښار کې یوه برخه د ننګرهار په لور له پيښور سره نښلول کيږي او بله برخه یې د لوګر ،پکتیا او پکتیا سره نښلوي.
دا پروژه افغانستان له پنځو هیوادونو او او دوو سرحدونو سره نښلول کيږي.
کابل قندهار لویه لار :د لار د هیواد له لومړیو درجه لرونکو ټرانزیټي لارو له ډلې ګڼل کيږي او د هیواد مهمې سیمې سره تړي دا لار قندهار له سپين بولدک او غزنۍ،مقر او قلات له بلې خوا سره تړي.ددې سړک کار په کال 1336 کې پیل او 1345 کې پای ته ورسید چې ټول اوږدوالی یې 483 کیلو متره دی او هروخت له دې لارې ګټه پورته شوی دا لار د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته جوړه شوی ده. د قندهار او سپین بولدک ترمنځ چې 101 کیلو متره لار ده د هیواد له پخو او اساسي لارو څخه ګڼل کيږي چې قندهار له کویټې سره تړي.
کندهار ،هرات او تورغندی لار : دا لار د هیواد له عصري لارو څخه ګڼل کيږي ددې سړک اوږدوالی له قندهار څخه تر تورغندی (تیپه کلی) پور 674 کیلو متره ده ، دولس متره پنډوالی لري ددې لارې مقاومت ډیر دی چې په اوړي کې د سختې ګرمې هم نه خرابيږي.
د اسلام قلعه لار تر هرات: هغې وروسته چې د کابل ،قندهار او د هرات لار بشپړه شوه د اسلام قلعه او هرات د لارې جوړول یو اړین امر و چې د هرات او مشهد تر منځ مهمه ټرانزیټي لار جوړوي. ددې لار جوړیدو چارې په کال 1323 ه ش کې پیل او په کال 1346 کې پای ته ورسید دا لار د کال څلور فصله ګټه پورته کيږي.
A1: د تور خم، اسلام قلعه او هرات د A1 سړک په نامه یاديږي او دې سړک مالي بودجه د امریکا تحده ایالاتونو او سعودي عربستان له خوار ورکول کيږي چې دا پروژه یو امریکايي ګروپ د لویس برګر په نامه سروې او محاسبه شوې ده.ددې پروژې کار به د ترکي،هندي ،ایراني او پاکستاینو کمپنیو له خوا مخته وړل کيږي چې ددې سړک اوږدوالی 2200 کیلو متره دی چې دا سړک د AH1 سړک په امداد دی چې ایران له پاکستان سره نښلوي.
الف: د کابل سروبی سړک بیا جوړول دا سړک 66.7 کیلو متره دی چې ټول لګښت ی 25.9 میلونه ایرو کې او اروپايي ټولنې له خوا يې لګښت ورکړل شو چې د 2004 څخه 2006 پورې یې کار یوې چېنايي کمپنۍ ترسره کړو.
ب : د سروبي او جلال اباد سړک : د یوې چینايي کمپنۍ له خوا د 25.6 میلونو ایرو په اندازه د اروپايي اتحاديې له خو تمویل او کار يې د 2003 زیږدیز کال په اګسټ کې پیل او د 2006 زیږدیز په جولای کې پای ته ورسید.
ت : د جلال اباد تورخم سړک ټول اوږدوالی 78 کیلو متره دی چې د يو پاکستانۍ کمپنۍ د FW په نامه یې کار د اګسټ 2003 کې پیل او جولای 2006 کې پاتې ورسید چې ټول لګښت یې 16.7 میلونه ډالرو و.د جلال اباد تور خم دویم سړک پاکستان یې د جوړیدو سینه وهلې وه خو تراوسه یې چارې نیمکاره پاتې دي.
په همدې ډول د کابل جلال اباد دویم سړک چې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالی څخه پيل کيږي ټول 100 کیلو متره دی او لګښت یې د اسیا پراختیايي بانک له خوا ورکول کيږي چې کانکړيټي دی او د کابل ولایت بتخاک سیمې پورې تر اوسه چارې نیمګړې پاتې دي چې دلار موږ کولای شو چې له لوی پکتیا سره هم وصل کړو او په همدې ډول د کابل جلال اباد په پخوانې لار د سروبي ولسوالي په برخه کې د افغانستان ختیز له شمال سره ونښلو.
۲. A۷۶ : دا سړک له کابل څخه پیل د پروان،بغلان،سمنګان،مزارشریف،جوزجان،میمنه،بادغیس په هرات کې له A۷۷ او A۰۱ سره نښلول کيږي او ادامه پیدا کوي.
الف: د کابل اولنګ بیا جوړه ونې کار ټول اوږدوالی 100 کیلو متره دی چې لګښت یې 31.2 میلونه ډالره شوی او تمویل یې نړیوال بانک ترسره کړی چې یو ترکي شرکت یې کار بشپړ کړی دی.
ب: د اولنګ او دوشي سړک چې ټول اوږدوالی یې 45 کیلو متره دهی لګښت یې 29.2 میلونه ډالره دی لګښت یې نړیوال بانک ورکړی دی.
ت: پلخمري حیراتانو نایب اباد : 224 کیلو متره دی ټول لګښت یې 28.7 میلونه امریکايي ډالره دی یوې کوريايي کمپنۍ یې چارې مخ ته وړي او په کال 2006 کې کار پای ته ورسید.
ث. د بلخ اندخوی سړک : ټول اوږدوالی یې 182 کیلو متره دی چې لګښت یې 36.2 میلونه ډالره پيسې نړیول بانک ورکړي او کار یې په 2006 کې پای ته رسیدلی دی.
۳.A۷۷ :دا سړک د جبل السراج څخه پيل د شیبر له لارې څخه تيريږي بامیانو ته له هغې ځایه فیروز کوه له A۰۱ سره په هرات کې نښلول کيږي.دا سړک له ښکلو درو او واورو ډک غرونو هندوکش او بابا له غرنو څخه تیر او په هرات کې ولایت کې همواره ځمکه ختميږي. په راتلوونکو کې به د نړۍ له ښکلو سړکونو له جمې وي چې د کابل هرات لار به 330 کیلو متره راکمه کړي.
د پلخمري او شبرغان لار: دا لار هم د هیواد له مهمو لارو څخه ګڼل کيږي چې د هیواد ډيرې مهمې سیمې پلخمري،ابیک،خلم،مزارشریف،بلخ،اقچه او شبرغان سره تړي.
د دې سړک کال په کال 1342 ه ش کې پيل او په کال 1351 کې بشپړ او ددې لارې اوږدوالی 360 کیلو متره دی او اوږدوالی یې لس کیلو متره دی ددې لارې په رغیدو سره څلویښت کیلو متره لنده شوه او هغهه ستونزې چې د رباطک او تاشقرغان تني ستونزې هم له منځه لاړې.
4- د مزارشریف،صوف دره، بامیان، دایکنډی، اروزګان او کندهار ددې سړک ټول اوږدوالی 1101 کیلو متره دی.
5- شبرغان،سرپل ،سنچارک،بلخاب،دلارام او بالاخره زرنج او له هغې لارې چاه بهار سره نښلول کيږي له شبرغان څخه تر چاه بهاره 1150 کیلو متره دی.
الف: دل ارام او زرنج پروژه: دا سړک 200 کیلو متره اوږدوالی لري چې ارزښت یې 85 ډالره دی چې د هند د حکومت له خوا یې لګښت ورکړل شوی کار یې 2009 زیږدیز کې پای ته رسیدلی دی.
6- چاریکار ګلبهار ،پنجشیر بدخشان بشپړې شوی دي چې کار یې په دوو برخو ویشل شوی دی.
د چاریکار ګلبهار سړک چې اوږدوالی یې 19.2 کیلو متره دی او دویمه برخه یې له ګلبهار څخه تر پنشیره دی 50 کیلو متره دی چې د امریکايي کمپنۍ لویس برګر له خوا یې کار بشپړ شوی دی او باقي یې د بدخشان جرم د پریان له لارې د علیایی درې حصه کار دوام لري.
7- نورستان بدخشان سړک تر کار لاندې دی
8- سرک دوشي او بامیانو تر غور لاندې دی
10- د کندوز دشت ابدار میر علم خلم دا سړک 116 کیلو متره اوږدوالی لري چې 80 میلونه ایرو د المان هیواد پرمختيايي بودجې څخه ورکړل شوه چط دا سړک ایران له تاجیکستان سره نښلوي.
11- د سروبي او جبل سراج سړک سروی ترسره شوی ده.
12- د میدان ښار او بامیانو سړک بشپړ شوی چې ټول اوږدوالی یې 82 کیلو متره دی ټول لګښت یې 83.4 میلونه ایرو یې د ایټالیا هیواد له خوا تمویل شوی دی.یو تونل هم لري 500 متره اوږدوالی لري.
13- د سالنګ 24 کیلو متره تونل تر غور لندې دی
14- د پکتیا خوست او غلام خان بندر سړک بشپړ شوی دی.
15- د پلخمري او شیر خان بندر سړک د 168.2 کیلو مترو په اوږد والي 29.9 میلونو ډالرو په لګښت د نړیوال بانک له خوا بشپړ شوی دی.
16- د کابل جلال اباد دویم سړک جوړیدو چارې پیل شوي دي.
17- کندهار ګرشک سړک اوږدوالی 238 کیلو متره ده چې د چابان د جایکا کمپنۍ له خوا بشپړ شوی دی.
19- کندهار سپين بولدک : ټول اوږدوالی یې 103 کیلو متره ده لګښت یې 24.2 میلونه امریکايي ډالر د یو ې هندۍ کمپنۍ له خوا یې چارې بشپړې شوي دي په کال 2005 کې.
20- د هرات ارملک : ټول اوږدوالی یې 60 کیلو متره دی لګښت یې 23 میلونه ډالر د ایران هیواد له خوا بشپړ شوی دی.
21- د اشکاشم او فیض اباد سړک : ددې پروژې کار په کال 2008 کې پیل او په کال 2010 کې پای ته ورسید اوږدوالی یې 110 کیلو متره ده ټول لګښت یې 105 میلونه ډالره دی چې د امریکا له خوا ورکړل شو.
گردیز خوست سړک : دا سړک پکتیا ولایت د غلام خان له لارې خوست سره نښلول کيږي چې ټول اوږدوالی یې 101.2 کیلو متره دی چې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختيايي ادارې خوا تمویل شوی دی چې ډیر پلونه او تنګي هم لري چې د پکتیا ولایت مرکز د خوست له سیند څخه تیريږی او خوست ښار ته داخليږي.چارې په کال 2015 پاتې رسیدلي چې هر ورځ د 7000 زرو موټرو د تګ راتګ ظرفیت لري.
د واخان سړک : چېن او افغانستان غواړي په مخامخ ډول یوه سوداګریزه لار د واخان دهلیز له لارې پرانیزي چې دا لار به له کابل او مزار شریف سره ونښلول شي چې په دې ترتیب به افغانستان له چین سره یوه مخامخ لاره پيدا کړي. چې وروسته بیا د هیواد حلقوي سړک یوازې هیواد نه بلکې سیمې هیوادونه سره ونښلوي.ددې لارې په جوړیدو سره به د افغانستان برسیره یو شمیر ګاونډي هیوادونه (ازبکستان،ترکمنستان او ایران) هم ګټه ترلاسه کړي.ورسره سره به د وریښمو پخوانۍ لار هم پرانیستل شي له دې لارې به افغان سوداګرۍ په اسانۍ سره وکولای شي چې له چین هیواد سره راکړه ورکړه ترسره کړي.
د لاجوردو لار: د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ، د لاجوردو لار د ترانزیټی، سوداګریز او ترانسپورټی همکاریو او د ترانزیټي خنډونو د له منځه وړلو او د یادو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګومرکي کړنو د ودې په موخه، او سمندری بندرونو ته د لاسرسی د بدیل په توګه جوړېږی.
د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې د سړک او د اوسپنې د پټلۍ په وسیله د توکو ترانزیټ د افغانستان، منځنی آسیا، قفقاز، بالکان او مرکزی اروپا ترمنځ تر ټولو مناسبه لار ده او له اروپایی هېوادونو سره د سویلي آسیا د نښلولو لپاره ډېره اغېزمنه بلل کېږی. د افغانستان لپاره ددې لارې اهمیت دا دی چې دا لار د پورته یادو شوو سیمو ته د رسېدلو لپاره ترټولو لنډه، ارزانه او ډاډمنه لار ده.دغه ترانزیټی لاره د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغنډی له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشی بندر په لور غځېدلی او د خزر له بحیرې څخه له تېرېدو وروسته د آذربایجان پلازمینی باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمینی تفلیس او د تورې بحیرې تر پوتی او باتومی بندرونو پورې رسېږی او سر بېره پر دې د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې اروپا سره نښلول شي.
د لاجوردو لار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت طرح او له ښکیلو ګاوندیو هېوادونو سره شریک کړی سوی ده، چې د یو افغانی طرحی په توګه د سیمی هېوادونو له تود هرکلی سره مخ شوه. د لاجورد د لاری د پنځه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د طرح په اړه د کاری ډلو د لومړنی تخنیکی ناستې په تعقیب چې د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ د ۱۳۹۳ کال د لړم د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د ترکمنستان د بهرنی چارو وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه، د لاجورد د لارې د جوړېدلو لپاره د یادو هېوادنو لېوالتیا نوره هم ډېره شوې ده.
د لاجورد لار په اصل کې د وریښمینو د لارې بیارغول ده چې لرغونتیا یې له نن څخه وړاندې ۲۰۰۰ کلونو ته رسېږی. د لاجورد لار د وخت یو له مهمو مواصلاتی لارو څخه شمېرل کېدله چې د افغانستان لاجورد او ځینی نورې قیمتی ډبرې به له دې لارې د قفقاز، روسیې، بالکان، اروپا او د افریقا شمال هېوادونوته لېږدول کېدلې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان د حکومت ددې نوښت ملاتړ کوی او په وخت سره یې ددې لارې جوړېدل د افغانستان د خصوصی سوداګرو لپاره یو ډیر ستر ګام بولی. د لاجورد لار د پانګې اچونې، کارموندې او د تولید زمینی برابروی او د هېواد د اقتصادی ودې او پرمختیا لپاره ډیر اړینه ده.
محمد داود نیازی
اخیستنې
1. وحدت احمد شاه،د افغانستان لنډه پيژندنه،دانش کتاب پلورنځی،1396 ل ،کابل افغانستان
2. ارشاد اورنګزیب،افغانستان پيژندنه،دانش خپرندویه ټولنه،1395 ل کابل افغانستان
3. رحیمي بروجردی ډکتر علير رضا،همګرايي اقتصادی ترتیبات تجاری منطقه ای و بازارهای مشترک.
4. د مالونو د حمل او نقل قانون،1388 ل .
5. AAN،سرک حلقوي،د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ،کابل افغانستان، 1394
6. A modern silk road strategy,S.Frederck starrr and Anndrew C.Kuchins with Stephen Benson,Johannes Linn,Thomas sanderosn, Central Asia-Caucasus Institute & Silk Road Studies Program In Cooperation with the Center for Strategic & International Studies, © Central Asia-Caucasus Institute & Silk Road Studies Program – A Joint Transatlantic Research and Policy Center Johns Hopkins University-SAIS, 1619 Massachusetts Ave. NW, Washington, D.C. 20036, Institute for Security and Development Policy, V. Finnbodav. 2, Stockholm-Nacka 13130, Sweden ,www.silkroadstudies.org
7. India S role in south Asia trade and investment integration,Rajiv kumar and Manjeeta singh,2009,Asin development Bank.
8. Understanding china s Belt and road initiative, peter Cai,March 2017,lowy institute for international ,policy.
9. Strengths and Challenges of China s one belt, one road, initiative,feb 2016, centre for geopolitics and security in realism studies.
10. Regional economic integration in central Asia and south Asia,Montague lord,15 May 2015
11. Afghanistan S Cross-border trade with Pakistan and iran and the responsibility for conflict-sensitive employment ,Elke Grawert/BICC,Rabia Nusrat/international Alert and Zulfigar Ali Shah/united Nations university,2017
12. Afghanistan transport sector master plan update (2017-2036),Asian Development Bank.
13. The Afghanistan National Railway: A Plan of Opportunity, Lawrence J. Pleis, Richard Lliteras, David A. Wood,Matthew D. Bain, and Steven J. Hendrickson
14. Regional economic intergration in central asia and south asia ,Montegaue lord,2015
15. http://afra.gov.af/en)2018-04-20
16. http://isgs.com.pk/projects/tapi/2018
17. http://mom.gov.af/en/page/4788 2018
18. http://recca.af/ 2018-04-20
19. China–Kyrgyzstan–Tajikistan–Afghanistan–Iran railway corridor to boost regional economies,the time of central Asia.
20. http://www.andrewgrantham.co.uk/afghanistan/tag/pakistan(2018)
21. https://www.facebook.com/acaa.gov.af