په تحقیق کې خیالي خبرې راتلای نه شي. باید ټولې خبرې دقیقي، واضحې اوکوټلې وي خوکله کله څېړنې قیاس او حدس ته هم ضرورت پیدا کوي او دغه مسایل هم تحقیقاتي کارونو کې مرسته کولای شي.
ډاکټر تبسم وايي:
(د ادبي تاریخ په یو پړاو کې که ځينې مواد په لاس کې نه وي نو په داسې صورت کې له قیاس څخه کار اخیستل کېږي، د ماضي روښانه کول او یا په تېر باندې علمي کار کول او د خیال او قیاس په واسطه د ځینو مسایلو ښکاره کول امو اثبات ته رسول د قیاسي تحقیق کار دی.
په ادب تاریخونو قیاسي تحقیق خپل ارزښت لري خو قیاسي خبرې باید هوايي او بې دلیله ویناوې نه وي بلکې ټولې خبرې په منطق او دلیل برابرې وي، په قیاسي تحقیق کې محقق دې د فرضیو د اثبات لپاره له مدللو دلایلو نه کار واخلي.) (خلیل باور، ۱۸)
پښتو ادبیاتو کې زیات ادب تاریخونه لیکل شوې دي، په اکثرو ادب تاریخونو کې د نظم تاریخ له امیر کروړه پیل کېږي، خو د تحریري لاس ته راغلو منظومو ډولونو نه مخکې شفاهي ادبیات موجود وه او یا د امیر کروړ د شعر د قوت او متانت نه ښکاره کېږي چې کروړ به له دې مخکې هم شاعري کړې وي او د شعر نورې نمونې به یې هم درلودې چې دغه موضوعات د قیاسي تحقیق په واسطه اثبات ته رسیدلای شي. د لنډیو د داخلي شهادتونونه معلومېږي چې د تحریري ادبیاتو نه مخکې لیکل شوې دي چې په داسې مواردو بحث کول د قیاسي تحقیق کار دی.
ډاکټر سلطان بخش په خپل کتاب کې د ډاکټر عبدالرزاق قریشي په حواله لیکلي دي:( د قیاسي تحقیق په مرسته د محقق په ذهن کې نوي نوي خبرې راځي، د دغه تحقیق په واسطه د تیرې یا ماضي زماني پټ او نامعلومې خبرې تر لاسه کولای شو او کله کله د راتلوونکي زمانې نه هم معلومات تر لاسه کولای شو.
په قیاسي تحقیق کې خیالي موضوعات باید منظم وي، اکثره ساینس پوهان له قیاسي فکر او نظر استفاده کوي او تخیل یې منظم وي، له چا سره چې تخیل نه وي حقایق راغونډولی شي خو اکتشافات کولای نه شي.)
د سلطان بخش د نظر په تایید ډاکټر تبسم د ډاکټر محمد حسن په حواله لیکلي دي چې خلیل باور یې د څېړنې لارښود کې داسې راوړي:
(د حقیقت لټون، د حقیقت مناسب توضیح او تصدیق د پاره د اړوندو مهمو موادو انتخاب او پیدا کولو لپاره له تخیله کار اخیستل کېږي. خو هغه د انتخابي یا تحقیقي شعور په بڼه څرګندیږي، له دې علاوه د شواهدو او روایاتو د تطبیق، تحقیق او ترتیب په مرسته تر یو نتیجې پورې رسېدل او په دې کې یو روایت سم او بل ناسم ګرځولو لپاره هم ضروري ده چې دا رنګه د حقیقتونو ټولې برخې په یو ځانګړي ټولګه کې راغونډ شي او د هغوی په مرسته تر یو تصور یا یو خیال پورې ورسېږي. دغه کار له تخیل نه بغیر نه شي تر سره کېدای ځکه نو دا خیال چې د قیاس او تخیل په تحقیق کې هیڅ ګنجایش نه شته، د دې خبرې یادونه ضروري ده چې په تخلیق کې له تخیله زیاته استفاده کېږي او په تحقیق کې له تخیله زیاته استفاده نه شي کېدای خو بیا هم تحقیق او تخلیق دواړو ته تخیل ضروري دی.)
په قیاسي څېړنه کې محقق پيش بیني کولای شي او په ساینسي تحقیق کې ډېرې موارد له مخکې یې یادونه شوې وي او د وخت په تېریدلو اثبات ته رسېږي.
په ادب او ادب تیوري کې د تخیل په هکله ځينې خبرې شته دي: په شعر پوهنه کې راغلي دي:
د تخيل قوت په فلسفې، ساينس او شاعرۍ کې يو شان په کار وي. دا د تخيل برکت دى چې يو خوا په فلسفه او ساينس کې د ايجاد او مسئلو د حل کولو او لټون انکشاف وکړ او بل خوا شاعران مضامين پيدا کوي دا چې ساينسپوهان او فلسفيان شاعرانه مزاج نه لري، نو ځکه ځينې کسان وايي: ( د تخيل قوت د ساينس او فلسفي سره څه اړه نه لري.)) د لويو- لويو ساينسپوهانو او فلسفيانو د تخيل قوت دومره تيز وي لکه څومره چې د يو لوى شاعر د تخيل قوت تيز وي. د (نيوټن) او (ارسطو) د تخيل قوت دومره قوي وو لکه څومره چې د (هومو) او (فردوسي) وو خو د دواړو په استعمال کې فرق دى.
قیاسي تحقیق د تخیل او تصور سره اړیکه لري چې د تحقیقاتي لیکنو لپاره مهم دي.
د قیاسي تحقیق په هکله لاندې خبرې راړول مهم دي:
ـ په ادب تاریخونو کې اکثره وخت لیکلي مواد ورک وي. په پښتو ژبه کې د لرغونې دورې شاعران اته ویشت دي خو حتمي خبره ده چې نور شاعران هم په دې دوره کې تېر شوې دي چې په هکله یې معلومات نشته. په لرغونې دورې کې لومړنی شاعر امیر کروړ، د عربي ژبې لومړنی ژباړن ابو محمد هاشم، لومړنی قصیده ویونکی شیخ اسعد سوري، لومړنۍ ستاینه د ښکارندوی غوري، لومړنۍ ښځینه شاعره زرغونه کاکړه، لومړني څلوریزه د خلیل خان نیازي، لومړنی نثر د سلیمان ماکو تذکرت الاولیا او داسې نور دي، یعنې د پښتو ژبې لومړني لاس ته راغلي سرلاري دوی دي خو له دوی مخکې په هر ژانر کې نور لیکوال به تېر شوې وو چې په دغو خلکو خبرې کول د قیاسي تحقیق دنده ده.
د قیاسي تحقیق پرته ادب تاریخ لیکل ستونزمن کار دی، د تېرې زمانې په هکله کره او سم معلومات لیکل د قیاسي تحقیق په واسطه کېدای شي.
ـ په ادب تاریخ لیکلوکې قیاسي تحقیق باندې خبرې کول باید پر دلایلو او سوابقو برابر وي. په قیاسي تحقیق کې د یوې موضوع د اثبات په هکله منطقي دلایل وړاندې کول ضروري دي، څومره چې دلایل منطقي وي په هماغه اندازه قیاسي تحقیق کامیاب وي.
ـ په قیاسي تحقیق کې تخیل اساسي رکن دی. د تخیل په واسطه نوې نوې خبرې ذهن ته راتلای شي، چې د راتلونکي زمانې په هکله معلومات هم وړاندې کولای شي، تخیل باید په منظم ډول وي او د ساینسي تحقیقاتو په برخه کې تخیل ضروري دی. له چا سره چې تخیلي ځواک نه وي نو د څېړنې اړوند مواد به راټول کړي خو د اکتشافاتو په برخه کې به ناکام وي.
ـ د حقایقود اثبات لپاره د مختلفو پوهانو له خوا بېلا بېل نظریات وړاندې شوې وي. د دغو نظریاتو ډله بندي، تقسیم بندي، سم او نا سم بېلول او داسې نورې خبرې د تخیل په واسطه کېدای شي چې د قیاسي څېړنې لپاره اساسي توکی دی. (اصول تحقیق، ۱۲۰ـ ۱۲۱ مخونه)
قیاسي تحقیق د اساسي تحقیق لپاره مهم دی. د قیاسي پلټنو په مرسته کولای شو چې ډېر پټ او نامعلوم معلومات څرګند کړو.