تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د بلخ امنیه قومنداني وايي، د قیصاري د نیولو علیات تېره شپه لس بجې پای ته ورسېدل او پخپله نظام الدین قیصاري په تېښته بریالی شوی دی.

  د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل تاند ته وايي، تېره شپه د مزار شریف په باغ کلان او د اوړو د فابریکې په سیمه کې د قیصاري کور ته له محاصرې وروسته افغان ځواکونه ننوتي او مسلکي تالاشي یې کړې ده چې قیصاري یې نه دی موندلی خو په وینا یې نن به دا تالاشي بیا ترسره کېږي.

 بلخوا داسې راپورونه هم تاند ته رسېدلي دي چې قیصاري د جنرال دوستم د ملیشو په مرسته له بلخ څخه شبرغان ته تښتېدلی دی.

 خو عادل شاه عادل وايي، په دې اړه دوی هم ضد و نقیض راپورونه ترلاسه کړي دي چې تاییدولی یې نه شي او لا هم په سیمه کې د قیصاري د نیونې لپاره پلټنې او تالاشي روانه ده: (( په عملیاتو کې د قیصاري ۲۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده، خو امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.))

 په همدې حال کې نظام الدین قیصاري بیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دی ژوندی دی او په سیمه کې دی.

  خو ازادۍ راډیو ته یې بیا ویلي دي چې له خپلې کورنۍ سره خوندي ځای ته ایستل شوی دی: (( زه د خپلې کورنۍ له ۴۵ غړو سره په یو بل کور کې یم، قیصاري نه څوک وژلی شي، ما څه ګناه کړې ده چې په کور مې برید کېږي؟ زما اته کسان ژوبل شوي دي او درې وژل شوي دي.))

 د قیصاري د نیونې عملیات دوه شپې وړاندې پیل شوي وو چې له امنیتي ځواکونو سره د قیصاري ساتونکو  مقاومت پيل کړ، ځايي پولیسو ویلي وو، چې دوی ته د قتل، زورګویې او نامسووله وسله والو د ساتنې له کبله د قیصاري د نیولو امر شوی دی.

  قیصاري یو کال وړاندې هم په فاریاب میمنه کې ونیول شو او کابل ته راوړل شو، خو له شپږ میاشتې زندان تېرولو وروسته بېرته خوشې او حکومت وویل چې له نوموړي یې ضمانتونه اخیستي دي چې نامسووله وسله وال به نه ساتي.

 قیصاري د ولسمسشریزو ټاکنو په رارسېدو د جنرال دوستم له ګوند څخه ووت او خپل ګوند یې اعلان کړ چې په څرګندونو کې به یې د جنرال دوستم پر ضد هم سختې نیوکې کولې.

 خو اوس د نوموړي د نیولو هڅې لومړی د ثبات او همپالنې او بیا د ملي جنبش تنظیم له نیوکو سره مخ شوې دي.

د ثبات او همپالنې لومړی مرستیال او د جنرال دوستم ویاند بابر فرهمند وايي، د قیصاري د نیونې هڅه د ازبکانو پر ضد دسیسه ده، چې په وینا یې نوموړی به په فریب سره وژل کېږي یا به هم نیول کېږي.

ملي جنبش همدا راز ویلي چې غواړي د قیصاري او امنیتي ځواکونو تر منځ وساطت وکړي او جنجال خلاص کړي.

 قیصاري په ټاکنو کې د رحمت الله نبیل ملاتړ کړی و چې پر ضد یې د عملیاتو له کبله دا ډلګۍ هم غوسه شوې ده.

رحمت الله نبیل ویلي، د قیصاري د نیونې په اړه پوښتنې زیاتې دي او پر هغه هیڅ ډول ثبوت نشته.

نوموړي ویلي، که کوم سند وړاندې شي، نو قیصاري به پخپله حکوموت ته ځان وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *