تاند- د حامد کرزي ورور محمود کرزی وايی، که د ده مشر ورور قیوم کرزی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی شو حامد کرزي ته به په نوي حکومت کې مهم ځای  ورکړي.

محمود کرزي رویټرز خبري اژانس ته وویل:«فکر کوم چې دی (حامد) د چوکۍ وړ دی.»

ده زیاته حکړه:« افغانستان په ځانګړي ډول د ولسمشر په شان شخصیتونو ته، چې دیارلس کاله یې هیواد متحد ساتلی دی، اړتیا لري.»

قیوم کرزی د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یو له ۲۷ کاندیدانو څخه دی.

ویل کېږي چې قیوم د حامد کرزي له مخالفت سره سره د محمود کرزي په اصرار کاندید شوی دی.

د افغان ولسمشر بل ورور محمودکرزی چې په انتخاباتو کې د قیوم کرزي ملاتړ کوي وايي، حامدکرزی یو لوی رهبر دی او که د دوی ډله انتخابات وګټي، نو ده ته به په راتلونکي حکومت کې د اوسني حکومت له نورو چارواکو سره یوځای د ایران د خبره ګانو د شورا په څېر په یوه شورا کې غړیتوب ورکړي.

6 thoughts on “قیوم کرزی: که ولسمشر شوم حامد کرزي ته به مهم مسوولیت ورکړم”
  1. دکرزیخیلودتوجه وړ؛ په دالویه او اوږده دوره کې قیوم جانه لکه حامدجان ته هم ۱۲کاله اوکه لڼډه دوره خدمت،امیدڅې محمودکرزۍ له دې مزې اونیشې منع کړې
    ۰

  2. وردګ- سيداباد
    ښه خبره ده، چې ښاغلی کرزی په راتلونکي حکومت کې لوړ ځای ولري، د کرځي صيب د حکومت ښه والی به هلته در معلوم شي چې راتلونکی ریس جمهور راشي. په انتظار اوسئ. که تاسو کوم دليل او برهان لری، کولای شی، په لاندې اړيکو یې وړاندې کړئ. اکسير
    تليفون نمبر: 0770129154
    ایميل: [email protected]
    تشکر

  3. قیوم خانه مصلحتمآب صاحب حامد جان داسی نوم نه دی پریښی چی ته او ستا کورنی به په ښاده شی پښتانه به هغه هرومرو یوه ورځ محکمه ته راباسی کووم ظلم او جفا چی له پښتون ټبر سره حامد جان وکړه هغه ده عفو وړنه ده، تاته خو په کار وچی له هغه نه دی ځان لیری ساتلی وایی خو داسی ښکاری چی تا هم ناسمه محاسبه کړی او اټکل کووی چی په دی اعلان سره به پښتانه ستا خوا ته درمات شی ! وروره ډیره لوی اشتباه دی کړی قسم ده چی وس مو ورسیژی له تاسونه به حساب اخلو کرزی صرف داړه ماران غله او جګړیز مجریمین په اقتصادی مافیا بدل کړل خپل کورنی شتمنه کړه او ووس غواری قدرت میراٍثی کړی ، زه خو په دی نظر یمه چی طالبانو او کرزی ده آی ایس ای او ده شمالی ټلوالی په مرسته هغه بد نوم وګټه چی شاه شجاع به یی هم په ځان ونه منی ده سقاو لمسیان خو څه کووی.پښتانه او افغانان بدلون غواړی نه زړی ناکامی څیری یا پوتین ډولی ډرامی
    په درناوی
    مسافر

  4. موضوع خو زوړ ده
    ولی کمنت د داکتر مسافر لپاره چی ډیره جالب او واقعت خبره کړی
    .تر څنګ یی د پسرلی صیب نذر هم قابل د تحسین ده

  5. Can someone please write something about Mr. Qayum Karzai working background and education. It will be very interesting to know, which kind of work he was doing prior to 2001.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *