د نړۍ هر ميليارډر ځينې ځانګړنې لري چې نور خلك ترې ناخبره دي. 
د پيسو او لوړو زده كړو له درلودلو هم مهمه دا ده چې څنګه كولاى شو، د يوه ميلياډر په ډول فكر وكړو او هغه څه چې غواړو په هر ځاى كې يې لاس ته راوړو.

يو ميليارډر تل خپل ځان قوي او كاميابه ګڼي او د مسايلو په اړه مثبت فكر کوي. 
کومو ټکيو ته چې میلیارډران پام کوي، ځینې یې دا دي.

۱- د لويېدلو لپاره پيدا شوي ياست 
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې تاسې پر خپل ځان باور ولرئ او دا باور ورځ تر بلې قوي كړئ. بايد خپل ذهن وروزئ چې تل د ګټلو په اړه فكر وكړي.

۲- د سرچينو مالومول 
كولاى شئ له ټولو هغو شيان څخه ګټه واخلئ چې درسره دي. تاسې هغه څه چې لرئ، بايد مالوم يې كړئ او سمه استفاده ترې وكړئ.

۳- د ګټلو فرصتونه ځان ته پيدا كړئ 
د نړۍ شتمن او كاميابه خلك تل فكر كوي چې څنګه ټولنيز كارونه وكړي. 
په دې ډول چې هيڅوك يې هم د مخالفت لپاره بهانه پيدا نه كړي. 
بايد دا زده كړئ چې د ټولو ښېګڼه وغواړئ، نه دا چې يوازې د خپل ځان غم درسره وي.

۴ـ د هيچا استعداد ته په ټيټه سترګه مه ګورئ 
هغه وړانديزونه او غوښتنې چې د خپلوانو او ملګريو له خوا تاسې ته شوي دي، په كمه سترګه مه ورته ګورئ، ځکه تاسې هيڅ وخت په دې نه شئ پوهېدلاى چې كوم شيان د يوه انسان په پټو استعدادونو كې ستاسې د كاميابۍ سبب ګرځي.

۵- لوى فكر وكړئ 
خپل فكرونه والوزوئ، له اوسني ژوند څخه مو لويې غوښتنې ولرئ.
كه هر څومره ستاسې غوښتنې غيرعملي او بې دليله وي، بيا هم كولاى شي ستاسې په ژوند كې د ډېرو تغيراتو باعث شي.

په ياد ولرئ، چې ډېر کله د تصور خلاف فلمونو كيسې هم په حقيقت بدلې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *